کور / اقتصادي / ننګرهار: په سپين غر ولسوالۍ کي د اوبو يوه شبکه ګټي اخيستني ته چمتو سوه

ننګرهار: په سپين غر ولسوالۍ کي د اوبو يوه شبکه ګټي اخيستني ته چمتو سوه

په سپين غر ولسوالۍ کي د درې ميلیونه او درې سوه زره افغانيو په لګښت د اوبو يوه شبکه تر جوړيدو وروسته ګټي اخيستنې ته وسپارل سوه.

ننګرهار ولایت سپن غر ولسوالۍ چهل ګزي سیمه کي د کلیوا پراختيا او بيا رغونې رياست د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د درې ميليونه او درې سوه زره افغانيو په مالي لګښت د اوبو يوه شبکه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل سوه.

د کليو پراختيا او بيا رغونې رئیس انجينر مجيب الرحمن ضياء وويل، چي دغه شبکه درې زره متره اوږدوالی او پنځلس د اوبو نلکي لري، چي د سولري برېښنا پرمټ  درې سوه کورنیو ته پاکي اوبه ورکوي.

نوموړي وويل،  دغه شبکه په  دريو مياشتو کي جوړه سوه، چي په جوړونه کي ئې د سيمې لسګونه کسانو ته کاري زمينه برابره سوې وه.