کور / راپور / ارګ: باوري شواهد لرو چي د طالبانو مشر ملامحمد عمر په پاکستان کي ژوند له لاسه ورکړی وو

ارګ: باوري شواهد لرو چي د طالبانو مشر ملامحمد عمر په پاکستان کي ژوند له لاسه ورکړی وو

د ولسمشر اشرف غني وياند هارون چخانسوري د هالنډۍ ليکوالي هغه ادعا په کلکه رد کړه، چي ګڼي د طالبانو د تحريک مشر ملامحمد عمر په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د اډې سره نژدې اوسېدی.

د هالنډ يوې ژورنالستي بيټي ډام په خپل تازه خپور سوي کتاب ( د دښمن لټون) نومي کتاب کي ويلي، چي ملامحمد عمر د څو کلونو لپاره په زابل ولايت کي د امريکا پوځي اډې ته څېرمه اوسېدی.

د نوموړې ددې څرګندونو په غبرګون کي د ولسمشر وياند هارون چخانسوري په ټويټرپاڼه ليکلي دی:

موږ دا ادعا په کلکه ردوو چي ګڼي هغه ( ملامحمد عمر) په افغانستان کي اوسېدی، دا د طالبانو او د هغوی د بهرنيو ملاتړو ته د هويت د ورکولو يوه هڅه ده.

د هارون چخانسوري په خبره، موږ پوره شواهد لرو چي ملامحمد عمر په پاکستان کي اوسېده او همالته مړ سوی دی.

هالنډۍ ژورناليستي په خپل کتاب کي ويلي، چي ددغه کتاب د موادو راټولو لپاره ئې پنځه کاله کار کړی دی او د ملامحمد عمر د ساتونکي ملاعبدالجبار سره ئې هم مرکه کړې ده.

د بيټي ډام په خبره، ملاعبدالجبار د ۲۰۰۱ کال وروسته هم د ملامحمد عمر ساتونکی وو.

هغې په خپل کتاب کي ویلي، چي ملامحمد عمر په زابل کي د امريکايي پوځي اډې ته څېرمه په يو خټين کور کي ژوند کاوه او يوځل  امريکايانو همدا کور تلاښی کړی هم وو، خو ملامحمد عمر ئې پکي نه وو موندلی.

خو ارګ وايي،  ددوی سره باوري شواهد سته چي ملامحمد عمر په ۲۰۱۳ کال په پاکستان کي مړ سوی دی.