کور / راپور / ننګرهار چارواکي: په اچين کي مو د داعش وسلوالو بريد شنډ کړ

ننګرهار چارواکي: په اچين کي مو د داعش وسلوالو بريد شنډ کړ

د ننګرهار چارواکي وايي، چي په اچين کي يو له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ او څلور ماينونه کشف او لمنځه یووړل.
د چارواکو په خبره، د ننګرهار ولایت ملي امنيت رياست له لوري د اچين ولسوالۍ د ده سرک په سيمه کي په يو پټنځای کي د داعش وسله والو له لوري ځای پر ځای سوی له چاوديدونکو توکو ډک واسکټ، درې حلقې واړه او يو د بوشکي خودساخته ماينونه کشف او لمنځه يوړل سول.
د معلوماتو له مخې داعش وسله والو پلان درلود، چي ياد ماينونه د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره ځای پر ځای کړي او امنيتي ځواکونه په نښه کړي.
همدا راز داعش وسله والو غوښتل، چي له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ جلال اباد ښار ته انتقال او پر يوې مهمې ادارې ځانمرګی بريد تر سره کړي، چي په موندلو او لمنځه وړلو سره يې ټولې موخې او پلانونه يې شنډ سول.