کور / سياسي / د برمل پېښه د پاکستان ډرامه

د برمل پېښه د پاکستان ډرامه

فانی یم کله چې هر قسم پروپاګند د افغان ولسمشر او فوځ خلاف ناکام شو نو اوس دښمن د وزیرستانیانو او افغان وروڼو خویندو مینځ کښې اختلاف نوې ډرامه پیل کړه.

دا مه هیروئ چې افغان ولس له کوزې پښتونخواه ولس سره څومره مینه او ورورولي لري. او دا هم مه هیروئ چې ریاست پاکستان او ګل خانان دا افغانانو زموږ پُرامن غورځنګ ptm د حمایت کولو نه سوځي. او په هر حال هغوی کوښښ کوي چې د لر او بر پښتنو مینځ کښې د ورورئ اړیکه ختمه کړي. نو د ptm اولنی شهید هم افغان مظلوم وو او بیا د ptm د حمایت په وجه isi په کابل کښې بیشمیره چاودنې وکړې خو افغانان نه په شا شول او نه یې ماتې ومنله.

زما پوره یقین ده چې د وزیرستان دوه محصلین د طالبانو په واسطه isi وتښتول نو په دې مړینه کښې هم د دغو عناصرو لاس ده او د تحقیقاتو موږ غوښتنه کوو خو دښمن چې موږ وژني او بیا زموږ په قتل کیدو ډنډوره غږول موږ ته مالوم دی. افغانستان کښې چې په کوم قتل عام دباندې پنجابی فوځ او ګل خانانو صفحې چغې وهي. دې کښې سل فیصده د دوی شیطانت او مداریتوب ده.

لهذا د جوش په ځای له هوش نه کار واخلئ او د پنجابی طالبانو دغه سازش خلاف په ګډه توګه لراوبر ولسونه تحقیقات وکړی. او د اصل وجه پیدا کولو کوشش وشی
که مو سل ځله ژوندون وی
زه به سـل ځله افــغــان یم
لر او بر یو افغان
نفرت نه منو پنجابی سازش نه منو

ژباړن: ظاهرخان احمدزی