کور / اقتصادي / په کابل کي د جلغوزيو د پروسس معياري فابريکه پرانستل کېږي

په کابل کي د جلغوزيو د پروسس معياري فابريکه پرانستل کېږي

په کابل کي د جلغوزيو د پروسس لپاره معياري فابريکه پرانستل کېږي، ويل کېږي دا فابريکه به په نړيوال معيار جلغوزي پروسس کوي او د سيمي په هيوادونو کي به بېسارې فابريکه وي.

ياده فابريکه د يو افغان سوداګر له لوري د ۴ مليونو ډالرو په ارزښت پرانستل کېږي او ماشينري ئې په اروپا کي رانيول سوې ده.

په دې وروستيو کي له افغانستان څخه د جلغوزيو د صادرولو لړۍ خورا چټکه سوې ده.

د افغانستان جلغوزي اوس د هوايي دهلېز له لاري چين، هند او نوري نړۍ ته صادرېږي او په يادو هيوادونو کي په لوړه بيه پلورل کېږي.

افغانستان په یوه کال کې له ۳۵ څخه تر ۴۰ زرو ټنو پوري د جلغوزو د تولید وړتیا لري.

په کابل کي نوې جوړېدونکي فابریکه به په اته ساعتونو کي ۱۲ ټنه د جلغوزیو مغز، او په یاد وخت کي ۶۰ ټنه پوستکي لرونکي جلغوزي پروسس او بسته بندي کولای سي.

په دغه فابريکه کي به جلغوزې  د پوستکي سره او هم ئې مغز د امریکا او اروپا په معیارونو پروسس کیږي.

شېر علي ځدراڼ د یادې فابریکې مسؤل امریکا غږ ته ویل: ” افغانستان او د سیمې په هېوادونو کې جلغوزي په لاس سپینېږي چې لاسي پروسس کولی شي د جلغوزو کاروونکو ته صحي ستونزې رامنځته کړي. خو زموږ فابریکې کې جلغوزې د ماشینونو په واسطه لومړی پرېمینځل کیږي بیا وچیږي، له هغه وروسته سپینیږي او له بسته بندۍ مخکې، ضد عفوني کیږي.”

ولسمشر اشرف غني درې مياشتي وړاندي د کابل او چین تر منځ د جلغوزیو د صادراتو هوايي دهلېز پرانيست چي تر اوسه له دې لاري په زرګونو ټنه جلغوزي صادر سوي دي.

چارواکي وايي چي په نږدې راتلونکې کي به د چابهار بندر له لاري هم د جلغوزیو صارداتو ته زمینه برابره کړي.