کور / رسنۍ / پر خبريال نثاراحمد احمدي بريد سوی، خو نوموړی ژوندی دی

پر خبريال نثاراحمد احمدي بريد سوی، خو نوموړی ژوندی دی

نن سهار د هلمند په مرکز لښکرګاه کي د سباوون تلويزيون د سياسي خپرونو پر چلوونکی او خبريال نثاراحمد احمدي باندي د ماين چاودونه وسوه .
چاوديدونکي توکي د هغه د سپرلۍ په موټر پسي نښلول سوي وه چي سهار اته بجې يې د تلويزيون پر دروازه کي چاودنه وکړه او ښاغلی احمدي ئې زخمي کړ.
احمدي په پښو کي لګيدلی دی چي د يوې پښي زخمونه ئې شديد دي.
د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې او د رسنيو د نورو نهادونو په هلو ځلواو د ولسمشر په امر همدا اوس کابل ته انتقال سو او هلته به يې ځانګړې درملنه وسي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه  د هلمند د والي او امنيتي مسوولينو څخه په ټينګه غوښتي چي د پيښي عاملين معلوم او د قانون منګولو ته يې وسپاري .
د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټه د ښاغلي احمدي د درملني دپاره ټول امکانات په لاره اچوي او هڅه کوو چي د هغه د بشپړي روغتيا څخه برخمن سي .
AJSC