کور / هراړخیز / سواتنامه

سواتنامه

سواتنامه
سواتنامه د خوشال بابا د۴۰۰ بیتونو یوه مثنوي ده چې په کوچني بحر کې ویل شوې ده او ډیر سلیس اوروان نظم دی.سواتنامه دسوات دښکلي او جنت نشانه سیمې ، ددغه ځای د غرونو او سیندونو په وصف کې دخوشال بابا یو منظوم اثر دی چې دسوات د سیمې ځینې جغرافیایی حالات یې هم په لنډه او ښه توګه بیان کړي دي .سربیره پر دې یې دیو سفزیو دقبیلې په تمدن او ژوندانه هم رڼا اچولې ده او دهغې تر څنګ یې د څو تاریخي او ملي مبارزو دپیښو بیان هم کړی دی دسواتنامې دمنطوم اثر د۸۸ بیت له مخې خوشال بابا په ۱۰۸۶لیږدیز/هجري کال کې په سوات کې اووه میاشتې تیرې کړې . خوشال خان چې دیو سفزیو په اړوند چې په هغه وخت کې څه لیکلي دی هغه نن ورځ کټ مټ ددوی د اوسني ژوندانه او حالاتو سره سمون خوري.


د خوشحال خان خټک په دې اثر کې د سوات او د سوات د سفر حالات راغلي دي. په سواتنامه کې جغرافیي، سیاسي ، اقتصادي، کلتوري، انتقادي او ادبي مسایل بیان شوي دي. په سواتنامه کې یو څه دعقایدو بحث هم راغلی دی او یو څه علمي او اوادبي تنقید هم پکې شته. سربیره پردې دادبي زاویې له پلوه داخون درویزه پر تصنیفاتو باندې هم رڼا اچول شوې ده .ارواښاد استاد دوست محمد خان کامل مومند په خپل مشهور اثر ( خوشحال خان خټک) کې لیکلي دی چې سواتنامه د افکارو، مضامینو، ژبې او دبیان د انداز له پلوه د خوشحال بابا د لوړې پایې ادبي اثر دی او د خوشحال له بهترینو منظومو آثارو نه شمیرل کیږي .سواتنامه دپښتونخوا په مرکز پیښور او کابل کې څلورځلې چاپ شوې ده. دافغانستان دعلومو اکیډیمۍ دچاپ او اهتمام چارې یې ما ددې کرښو لیکوال ( لطیف یاد) ترسره کړې وې .