کور / راپور / د بشري مرستو د همږغۍ اداره: وروستيو سيلابونو شاوخوا نهه زره کورنۍ ځپلي دي

د بشري مرستو د همږغۍ اداره: وروستيو سيلابونو شاوخوا نهه زره کورنۍ ځپلي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره(اوچا) وايي، چي په کندهار، هلمند او فراه کي ئې د وروستيو اورښتونو له امله اته زره نهه سوه پنځه نوي سيبلاب ځپلي کورنۍ ثبت سوي دي.

د ( اوچا) دفتر وايي، د امنيتي ستونزو له کبله ئې د کندهار په نهه ولسواليو او د فراه د ښار بهر د سيلاب ځپلو کورنيو د کره شمېرې مالومولو ته لاسرسی نه دی موندلی او په دغه سيمو کي د سيلاب ځپلو کسانو پلټنه نه ده بشپړه سوې.

ويل کېږي چي په يادو سيمو کي د سيلاب ځپلو شمېر تردې هم زيات دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخي د وروستيو اورښتونو له کبله يواځي په کندهار کي څلور زره شپږسوه اته نوي کورنۍ ځپل سوي، چي په دوی کي ډېرو ئې خپل کورونه، څاروي او ډېر څه له لاسه ورکړي دي.

همداراز د هلمند په مرکز لښکرګاه، نهرسراج، نادعلي، ناوه او نورو سيمو کي تر زرو زياتي کورنۍ سيلابونو ځپلي دي.

د ” اوچا ” د دې راپور له مخي د فراه په ښار کي درې زره دوه سوه پنځه کورنۍ ورستیو سیلابونو ځپلې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفترد راپور پر اساس په کندهار کي وروستیو سیلابونو کي اتلس سوه پنځه پنځوس کورونه بشپړ او دوه زره ۸۴۱ نور نيمه ویجاړ سوي دي.

په افغانستان کې په تیرو دوو اونیو کې د واورو او بارانونو د اورښت وروسته په ۱۹ ولایتونو کي سیلابونه راووتل، چي د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت د راپور له مخې د سيلابونو له امله  د مالي زیان سربیره ۶۱ تنه وژل سوي او ۱۸۳ تنه نور ژوبل دي.

دوې ورځي وړاندي ولسمشر اشرف غني د سيلاب ځپلو سره د ليدني په موخه فراه او کندهار ولايتونو ته سفر وکړ او د سيلاب ځپلو سره ئې د بېړنيو مرستو ژمني وکړې.