کور / راپور / ننګرهار چارواکي: لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي او يو شمېر وسلې نيول سوي دي

ننګرهار چارواکي: لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي او يو شمېر وسلې نيول سوي دي

د ننګرهار چارواکي وايي، چي د ياد ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو په بېلابېلو عملياتو کي له شپږو قاچاق کوونکو سره يوځای ۹۰کيلوګرامه نشه يي توکي، پنځه ميله وسلې او نور مهمات نيولي دي.

د امنيه قوماندانۍ اړوند نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست منسوبينو پرون ناوخته د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کي ځانګړي عمليات ترسره کړي دي، چي په ترڅ کي يې په يو عراده سراچه  ډوله موټر کي بار څلور قبضې راکټ، يو ميل کلاشنکوف او دوه پايې مخابرې نيول سوي چي په تړاو يې دوه تورن کسان هم نيول سوي دي.

د يادو عملياتو پرمهال پوليسو له يو بل موټر څخه ۳۲ کیلو ګرامه چرس ترلاسه کړي او په تړاو يې يو تن نيول سوی دی.

د امنيه قوماندانۍ پوليسو د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کي د يو لړ نورو عملياتو پرمهال يو عراده سراچه موټر کي ۲۲ کيلو ګرامه چرس ترلاسه او په تړاو يې يو تن د موټر چلوونکی نيولی دی.

دغه راز پوليسو د بهسودو ولسوالۍ اړوند ثمرخېلو سيمه کي هم عمليات ترسره کړي چي په کي يې له يو عراده موټر څخه ۳۸ کيلو ګرامه خام چرس تر لاسه کړي او په تړاو يې دوه کسان نيول سوي دي.

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار د امنې قوماندانۍ له ترهګريزو کړنو سره د مبارزې مديريت پوليسو د خوږياڼو ولسوالۍ په زوړ بازار سيمه کي له يوې کنډوالې څخه د هاوان او راکټ مرمۍ، مختلف النوع د چاوېدونکو توکو پټاقۍ، سرګلولې او نور مهمات تر لاسه کړي دي.