کور / راپور / امريکا پاکستان ته: د جيش محمد په ګډون د ترهګرو پر وړاندي کوټلي ګامونه واخله

امريکا پاکستان ته: د جيش محمد په ګډون د ترهګرو پر وړاندي کوټلي ګامونه واخله

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ته په ټلفوني خبرو کي ويلي، چي پاکستان دي په خپله خاوره کي د ميشتو ترهګرو ډلو پر ضد جدي اقدامات وکړي .

د امريکا د ملي امنيت له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي جان بولټن د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په هکله ږغېدلی او له هغه ئې غوښتي چي پاکستان دي په هغه خاوره کي د  ميشتو ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه واخلي.

جان بولټن هم پر خپله ټويټرپاڼه ويلي:

“د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قرېشي سره مي په ټيليفوني خبرو کې وويل، چي په پاکستان کي د ميشتو ترهګرو ډلو لکه جېش محمد او  نورو ترهګريزو ګروپونو پر ضد د کوټلي ګامونه واخلي. “

دا د هندي کشمير د پلوامې د بريد وروسته د دواړو مشرانو لومړۍ ټلفوني خبري دي.

له دې وړاندي ايران هم پاکستان ته خبرداری ورکړی دی، چي په خپله خاوره کي ترهګرو پر ضد اقدامات وکړي ، که نه وي دا کار به ايران وکړي.

د تېري فبروروي مياشتي پر ۱۴ نېټه د هندي کشمير په پلوامه سيمه کي ځانمرګي بريدګر د هندي نيمه پوځيانو پر ګاډي بريد وکړ او شاوخوا ۴۰ تنه ئې ووژل.

د ياد بريد پړه پاکستان مېشتي ترهګري ډلي جيش محمد پر غاړه واخيسته.

هند د بريد په غچ کي د پاکستان په خاوره کي د جيش محمد ډلي روزنځای  او ستر مرکز بمبار کړ او په سلګونو جنګيالي  ئې ووژل.

پاکستان په نړۍ کي د ترهګرو د پاللو، هغوی ته د مرستو برابرولو او د سيمي د امنيت خرابولو کي ترټولو ستر مرکز دی او له همدې امله نړيوال غواړي پر دغه هيواد فشارونه زيات کړي ترڅو له خپل ترهګريز سياست څخه لاس واخلي.