کور / تازه خبرونه / طالبان : چينايي انجينر مو له چين سره دښه نيت په خاطر خوشي کړ

طالبان : چينايي انجينر مو له چين سره دښه نيت په خاطر خوشي کړ

طالبان وايې چې چينايي  انجينر سنک،  يې دچين هيواد سره ددوي دښه نيت دښکاره کولو په خاطر خوشي کړي دي .

  انجينر سنک د  وردګو او باميانو ولايتونو ترمنځ غځېدلي  سړک دقير کولو په پروژه کې   وظيفه لرله  او  دچنګاښ په نهمه  هغه مهال وتښتول شو، چې ماښام مهال دوردګو له مرکز  ميدان ښار څخه جلريز ولسوالۍ ته روان وو .

ذبيح الله مجاهد وايې چې دغه انجينر ددوي ملګرو تښتولى وو اوله تحفيفاتو وروسته يې دچين هيواد سفير اودهغه مرکچيانوته وروسپاره چې ددوي اوچينايي سفارت ترمنځ يې هلې ځلې کولې .

مجاهد وويل چې دوي دټولو هغه هيوادونو سره چې په افغانستان کې نظامي حضور نه لري ورسره ښې اړيکي غواړو اودهغوي سره به ښه روابطو په ټينګولو کې هڅې کوي .

خو دميدان ودګو والي حليم فدايي وايې چې دډيرو هلو ځلو په پايله کې يې ايله وکړاي شول چې تښتول شوي انجينر دتښتتونکيو طالبانو له منګلو  خلاص کړي

نوموړي ومنله چې دشاه اغا په نوم دجلريز په ولسوالۍ ې دطالبانو سيمه ايز قوماندان لخوا دغه کس تښټول شوي وو .

ددغه انچينر دتښونې نه تراوسه پورې دسړک دجوړولو کار بند شوي وو اووالي ډاډ ورکړ چې ډير ژربه دچينايې کمپنۍ لخوا بيرته کار پرې شروع شي .