کور / راپور / ناروې کښي مېشت ليکوال د ستر استاد خادم بابا ٢٨ ياد ولمانځه

ناروې کښي مېشت ليکوال د ستر استاد خادم بابا ٢٨ ياد ولمانځه

په ناروې کښي يو شمېر مېشتو ليکوالو ،شاعرانو او فرهنګپالو د تېرې  مياشتې د ادبي ناسې د پرېکړې له مخې پرون خپله نوبتي ادبي ناسته د مبارک تلاوت او د وتلي او منلي استاد محمد اصف صمصم سره دخواخوږۍ او دعا وروسته د خوږ ژبي شاعر داکتر مصطفی امن پر يوشمېر شعرونو د کره کتې تر سرليک لاندې پيل کړه٠

چې په لړ کې  يې يو شمېر يادو او تکړه پښتنو اديبانو،ژورنالستانو او د نظر خاوندانو ،په خپل خپل وار د خپل نظر لورونې د ښاغلي امن پر پېيلو ويناوو ورولورولې٠

تر کره کتنې او اوږدو خو خوږو ادبي بحثونو وروسته د ناستې دويمه برخه يعنې مشاعره پيل شوه چې په ترڅ کې يې دغو ښاغليو خپل او ځينو د نورو ښاغليو شاعرانو شعرونه واورول: کمکي سباوون جان بزګر،استاد ظاهر سدوخيل،نعيم وياړ،رياض نانيخيل،استاد قريب الرحمن سعيد، اجمل اټک يوسفزی،مصطفی امن، خدمتګار مزدور زوی،انجنير شکران الدين يوسفري، محمد طارق بزګر، نجيب رسولي،ډګروال سيدا جان پکتيان او يو شمېرنو رو ښاغليو٠

د ادبي ناستې په دريمه برخه کې د ناستې ګډوونوالو پرېکړه وکړه چې د اګسټ د مياشتې پر دېرشمه نېټه به د ښاغلي رياض نانيخيل په دېره کې د لوی او منلي استاد ارواښاد مولانا قيام الدين خادم بابا ٢٨ تلين چې د راتلوونکې مياشتې سره سمون خورې د يوې درنې او لوې ناستې په ترڅ کې ونمانځي ٠ د ادبي ناستې غړيو ژمنه وکړه ،چې له يو شمېر نورو هغو خورو ورو  فرهنګيانو ،نه به هم غوښتنه وکړې چې د خادم بابا په ياد  تر خپلې وسې علمي او پوهنيز سيمينارونه او غونډې جوړې کړي٠

دغه ادبي ناسته چې د وسلو پلازمېنې ته څېرمه د سترومين په ښار کې د ښاغلي فرهنګپال نعيم خان وياړ په دېره کې جوړه شوې وه ،سترګور ليکوال او سياسي شنونکی  استاد قريب الرحمن سعيد يې مشر او ليکوال او شاعر ښاغلي پکتيان يې ځانګړې ميلمه ول٠

د يادولو وړ ده چې نوموړې ادبي ناسته د مازديګر پر اوو بجو پيل او دشپې پر يوولسو پای ته ورسېده٠