کور / تازه خبرونه / افغان دولت د برمل د اوازو پلټنه کوي

افغان دولت د برمل د اوازو پلټنه کوي

د افغانستان سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مارچ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د هغو اوازو په اړه څېړنه کوي چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوه برید په اړه راپورته شوې او ويل شوي چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وزيرستاني کډوال په نښه شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلې چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د دغو اوازونو په جدي تعقیب بوخت دی او له ټولو افغانانو غواړي، چې په دې اړه د دښمن د ناسمو او مغرضانه تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانه شي. بلخوا د افغانستان د پکتيکا ولايت امنيې قوماندان جنرال غلام سخي روغ ليوني د مارچ پر ۱۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې پر ټولنيزو مطبوعاتو ورکړل شوي هغه معلومات ناسم وبلل چې وايي، وژل شوي د وزيرستان کډوال وو.

هغه ۱۵ طالبان وژل شوي چې درې يې عربان دي او کوم ولسي وګړی پکې نشته.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

بلخوا د پاکستان سرکاري راډیو د يو خبر ترمخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په پکتیکا کې د پاکستان اتو قبایلو د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کوي.

مشال راډيو په مننه