کور / سياسي / امريکايان ولي له افغانستانه وزي؟

امريکايان ولي له افغانستانه وزي؟

امریکایان ولي له افغانستانه وزي ؟

سرګی لیتیچف

ژباړن: شيرخان يحيی

د امریکا جمهوریت غوښتونکي ګوند کانګریس ته یو قانون وړاندي کړی چي له ۲۰۰۱ کال راهیس افغاني جګړې ته د پای ټکی کښیږدي .
که دغه قانون د کانګریس له لوري و منل سو نو امریکا به خپل بري په افغانستان کي اعلان او د ۴۵ ورځو په دننه کي باید یو پلان جوړ کړي او کانګریس ته یې و ښیي تر څو د یوه کال په اوږدو کي د دوی ټول عسکر له افغانستانه ووزي . وایي دغه قانون به افغانانو ته د ملي روغي جوړي امکانات برابر کړي . دغه قانون دا وړاندیځ هم کوي چي د امریکا د اولسمشر د ۲۰۰۱ کال هغه امر چي د تروریسټانو په مقابل کي له نظامي قوت څخه باید کار واخیسته سي فسخ کوي .
دغه قانون دا هم وایي چي د امریکا فډرال حکومت باید اووه اعشاریه پنځه میلیارډه امریکایي ډالره هغو درو میلیونو امریکایي عسکرو ته ور کړي چي په افغانستان کي یې خدمت کړی دی .
اوس به نو خوشالي کوو ؟
په دغه قانون کي راغلي دي چي اوږده جنګونه د امریکا ملي امنیت ضعیفوي ، دولت په چټکی سره پوروړي کوي او نوي دښمنان زیږوي . جمهوریت غوښتونکي په دې ګروهه دي چي ددې وخت رارسېدلي چي خپل د « بري » اعلان و کړو چي امریکایانو ډېر پخوا په افغانستان کي تر لاسه کړی وو . ځکه نو عسکر او نظامي روزونکي باید بیرته را وغواړو او تر دې وروسته د امریکایانو اړتیاوو ته پاملرنه و کړو . له ۲۰۰۱ کال راهیسي ۲۳۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان وژل سوي او ۲۰۰۰ میلیارډه ډالره هلته مصرف سوي دي .
امریکایي ورځپاڼهThe National Interest کاږي چي امریکایي قواوي خپل هدف ته ورسېدې . بن لادن مړ دی او القاعده مړژواندې ده . د امریکا ددفاع وزارت د تېر جون په میاشت کي په یوه راپور کي ولیکل چي « د القاعدې خطرونه د امریکا متحدو ایالتونو او ددوی ملګرو هیوادونو ته ډېر کمزوري سوي دي او د القاعدې ډېر لږ مهم اشخاص د خپل سر د ساتلو په لټه کي دي .
امریکایي بری په افغانستان کي ؟
د ۲۰۰۱ کال د ډیسمبر له میاشتي را هیسته امریکایي عسکر په افغانستان کي دي . د « تروریزم پر ضد جګړې » په اوج کي د امریکا او ددوی د متحدینو د عسکرو شمېر تر ۱۵۰ زره زیاتېدی چي ددغو عسکرو شمزی امریکایي پوځیانو تشکیلوله . د امریکا او ناټو اصلي جنګي عسکر په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستانه و ایستل سوه . اوس مهال ۱۴۰۰۰ نظامي روزونکي او تخنیک کاران پاتي دي . د افغانستان ۶۰٪ برخه د ورځي او ۸۵٪ د شپې له خوا د طالبانو تر ولکې لاندي ده . دا هغه طالبان دي چي امریکایان وایي زموږ له خوا مات سوي دي .
(،………)
دا نظر له کومه سو ؟
دا پرېکړه چي د امریکا او ددوی د متحدینو عسکر دي له افغانستانه ووزي تر یو څه جکه جکه وروسته هغه وخت وسوه چي امریکایان ډاډه سوه چي ددوی د عسکرو تر وتلو وروسته به افغانستان په یوه سرتا سري اور کي وسوځي چي مرکزي اسیا ته به هم اور ور واچوي چین ، روسیه او پاکستان باید دغه اور ووژني .
ددې له پاره چي ماسکو او پنګینګ ښه و ځوروي امریکایان په دې هڅه کي دي چي داعش د افغانستان په ناپپښتني شمال کي ښه محکم سي . دغه تروریسټان د روسیې د مداخلې به وجهي په سوریه کي بیکاره سوي او اوس د بې نښانه هلي کوپټرو په واسطه انتقالیږي . امریکایي خاصي قواوي دداعش مشران د طالبانو له زندانونو ازادوي .
داعش د امریکا په مرسته د افغانستان په شمال کي ځای پر ځای کړه کیږي تر څو روسیې ته ځانونه نږدې کړي …. او د Xinjiang له اسلامي تروریسټانو سره لار خلاصه کړي خو د پخواني شوروي د اسیایي جمهوریتونو د میلیونو مهاجرینو د هجرت په بیه .
د امریکا کانګریس ته وړاندي سوی دغه قانون د یوه داسي سیګنال مانا لري چي ډېر ژر به په دغه ستراتیژیکه مهم سیمه ، یاني افغانستان ، کي تر منځني ختیځ لا هم لوی اور بل سي .
د روسیې دوهمه نظامي اډه په قرغیزستان کي ، چي له بشکیک سره خبري پر کیږي ، فوق العاده خاص اهمیت مومي .