کور / تازه خبرونه / د چابهار له لاري د افغاني صادراتو لومړۍ بېړۍ هند ته ورسيدله

د چابهار له لاري د افغاني صادراتو لومړۍ بېړۍ هند ته ورسيدله

د افغاني صادارتو لومړی بیړۍ د چهابهار له لاري هند ته ورسیدل.

په ممبئ کي د افغانستان قونسلګری او د هند حکومت په دې هکله افتتاحیه مراسیم نیولي وو چي د پټئ په پریکولو سره ئې د سمندري لاري د افغاني صادراتو لومړي راتګ ته تود هرکلی ووایه.

په دغه مراسیمو کي په ممبئ کي افغان جنرال کونسل ښاغلي محمد نسیم شریفي د غونډي برخوالو ته وویل چي چهاربهار یو خوب و خو اوس دادی حقیقت سو چي دابه افغانستان ته په لومړي ځل د سمندري لاري د خپل تجارت او اقتصاد په غوړیدو کي ستر اغیزمن تمام سي.

په دغه لومړني بیړي کي ۵۷۰ ټنه افغاني مواد بار وو چي نن د چهاربهار له لاري د جوهرلال نهرو سمندري پورټ ته ورسیدل