کور / راپور / د سولي په نوم هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول معامله نه منو!

د سولي په نوم هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول معامله نه منو!

 

د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ د مارکو د سیمي زرګونو کسانو د جګړې پر ښکېلو اړخونو ږغ وکړ چي نور موږ مه وژنئ!

هغوی له ښکېلو اړخونو غوښتنه وکړه چي باید ژر تر ژره اوږدمهاله اوربند اعلان کړي او رواني وژني پای ته ورسوي.

د هغوی په وینا، نور باید افغانان د رواني پردۍ جګړې قرباني نه کړه سي.

د همدې اوسېدونکو په خبره اوس په دې پوه سوي چي جګړه اقتصادي او د ملي شتمنیو پر سر ده.

هغوی پر نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه پر امریکا ږغ وکړ چي نور پر موږ د سولي په نوم معامله نه سئ کولای.

دغو کسانو ګوتڅن‌‌‌‌‌‌ډنه وکړه چي نور د پردیو په وړاندي ئې زغم له لاسه ورکړی دی.

د سولي ولسي حرکت (پي پي پي) غړو له اوسېدونکو وغوښتل چي نور باید پر روانو وژنو سترګي پټي نه کړي.

له هغوی څخه همدا راز وغوښتل سول چي باید نور د جګړې له ښکېلو اړخونو خپل د ژوند حق وغواړي.

اوسېدونکو ته د حمل د څلورمي نېټې د غون‌‌‌‌‌‌ډي اړوند بلنه هم ورکړه سوه.

#سوله

PPM#