کور / #PTM / د شهید ارمان لوڼي د څلوېښتي یاد غونډه وشوه

د شهید ارمان لوڼي د څلوېښتي یاد غونډه وشوه

کابل

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتون د اعلان سره سم په لوی افغان وطن سربېره په یو شمېر هیوادونو کې د لوی افغانستان شهید د څلوېښتي په یاد غونډې وشوې.

د لوی افغانستان پلازمېنې کابل کې هم د لوی افغانستان فعالینو، علمي او فرهنګي شخصیتونو د لوی افغانستان شهید ارمان لوڼي په یاد غونډه وکړه.

د لوی افغانستان تحریک ریس جمیل وقار جوړې شوې یاد غونډې ته پرانیستونکې وینا وکړه.

د شهید ارمان لوڼي په شخصیت او مبارزه یې خبرې وکړې او په لوی افغان وطن کې د پنجابي ظلم، استبداد او اشغال په اړه وغږېد.

د لوی افغانستان مبارزه کې د بریا تر بلۍ د رسېدو لپاره یې پر افغان شموله مبارزه ټینګار وکړ، د افغان دولت په خارجه دستګاه کې په لوی افغانستان باورمند خلک ځای پر ځای کېدل یې د اړتیا په توګه یاد کړل او د ادبیاتو پر اصلاح یې اصرار وکړ.

د غونډې بل ویناوال احمدالله وزیري   هم د لوی افغانستان پر عملي مبارزې ټینګار وکړ او  له ځوانانو یې وغوښتل، چې د جابر او سامراج دښمن پر ضد هر اړخیزه علمي، عملي او سیاسي مبارزه پیاوړې کړو.

پروفیسور اکاډمیسین استاد سلیمان لایق د پښتون ژغورنې غورځنګ د لوی افغانستان د جوړېدو هغه نهضت یاد کړ، چې په خبره یې د خدای بښلي باچاخان د عدم تشدد مبارزه منظور پښتون په عمل کې پیاده کړې ده، د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې له ټولو اصولو او د وخت له تقاضا سره برابرې دي، همدا د پښټون ژغورنې غورځنګ به د پنجابي سامراج سنګرونه فتح کوي او له امو تر اباسینه به په وجود نیم ملت بیا سره کوشیر کېږي او هغه مهال به بیا موږ د سولې واقعي شاهدان اوسو.

نوموړي په ځوانانو غږ وکړ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ننګه او ملاتړ ستاسو ملي وجېبه ده، که له ازلي دښمن څخه ځان خلاصوو، نو د منظور پښتون نهضت ټینګه ملا وتړئ.

منظور پښتون د تحریک بله شوې ډېوه به په لمر اوړي او د سامراجي دښمن څخه به ازادي تر لاسه کوي.

مفتي  بلال احمد خبرې د علماوو په ملاتړ متمرکزې وې او د یاد غونډې ګډونوالو ته یې وویل، چې د سر او زر په سنګر کې به علما ستاسو ملګري وي او د پشتون ژغورنې غورځنګ مبارزه یې سپېڅلې وبلله، چې د خپلو حقوقو د غوښتنې  او ازادۍ مبارزه کوي.

عابدالله عربزی وروستی ویناوال و، نوموړي  د پښتون افغان وطن د کانونو او ستراتېژیک موقعیت په تړاو د تحقیقاتو خبره وکړه، نوموړي وویل د لوی افغانستان تحریک په ملتیا ټول ملګري فرهنګي، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او جیولوژیکي برخو کې خپل مالومات راټولوي او وروسته به بیا د یوه مشترک هدف لپاره په کار واچول شي.

د یادغونډې په وروستۍ برخه کې د لوی افغانستان تحریک چاپ شوې کلیزې او د غږ مجلې ګډونوالو ته ووېشل شوې

غونډه په محکوم افغانستان کې د پنجابي اشغال د ختمېدو په دعا سره پای ته ورسېده.

مجید ژړاند