کور / راپور / مزارشريف: د امنيتي ځواکونو او د عطامحمد نور د ملېشو ترمنځ ډزي سوي دي

مزارشريف: د امنيتي ځواکونو او د عطامحمد نور د ملېشو ترمنځ ډزي سوي دي

په مزار شريف کي د عطا محمد نور او د حکومتي ځواکونو ترمنځ ډزي سوي دی.

د راپورونو له مخي د مزار شريف ښار د امنيه قومندانۍ سره د عطانور د ملېشو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ هغه وخت نښته رامنځ ته سول، چي د دولتي چارواکو او عطانور ترمنځ د بلخ د نوي ګومارل سوي امنيه قومندان پر سر جنجال د خبرو له لاري حل نه سو.

عطامحمد نور

ويل کېږي چی په سيمه کي اوس هم ډزي رواني دي او د پېښي ځای ته افغان ځانګړي ځواکونه رسېدلي دی.

عطا محمد نورو وروسته له هغه د بلخ ولايت د نوي امنيه قومندان د کار پيلوو مخنيوی کوي ، چي ولسمشر اشرف غني د بلخ د پخواني امنيه قومندان اکرم سامع پر ځای عبدالرقيب مبارز د نوي امنيه قومندان په توګه وټاکی.

عبدالرقيب مبارز د بلخ نوی امنيه قومندان

د بلخ پخوانی امنيه قومندان اکرم سامع  د عطامحمد نور د بشپړ ملاتړ څخه برخمن وو، تېره ورځ د ولسمشر غني د فرمان له مخي له دندي ګوښه او پرځای ئې عبدالرقيب مبارز نوی امنيه قومندان وټاکل سو.

عبدالرقيب مبارز له دې وړاندي د نيمروز امنيه قومندان وو.

عطامحمد نور د بلخ لپاره د نوي امنيه قومندان ټاکلو په تړاو پر خپله فيسبوکاڼه ليکلي دي، چي دا بدلون د ارګ يو توطيه ده او دی به تر خپله وسه ددې کار مخه ونيسي.

نوموړي له ټولو خلګو غوښتي چي نن پنجشنبه دي خپلو وظيفو ته نه حاضرېږي او د مزارشريف ښار ټول دکانداران او سوداګر دي مارکېټونه او دکانونه بند کړي.

په مزار شريف ښار کي نن هټۍ تړلي وې او پر سړکانو نامسؤوله وسلوال لېدل کېدل

خو د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چي تغير او تبديل يو اصل دی، دا چي د بلخ پخوانی امنيه قومندان اکرم سامع سم مديريت نه سوای کولای او د بلخ ولايت د امنيت په ټينګولو کي بریالی سوی نه دی نو له همدې امله له خپلي دندي ليري کړل سوی دی.

بل خوا د ۲۰۹ شاهین قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، چي د مزار شريف د وروستيو تحولاتو په هکله ددوی سرتېري بې طرفه دي او ددوی يواځينۍ دنده د هيوادوالو امنيت تامينول دي.

د رضايي په خبره، سياسي اختلافات بايد نظامي برخي ته لاره پيدا نه کړي او په همدې اساس دوی غواړي چي له یادي قضيې څخه ليري واوسې.

ځینې سر چینې وایي چي د امنیې نوی ټاکل سوی قومندان مبارز د ځانگړو ځواکونو سره د بلخ پر لور روان سوی دی.

په بلخ ولايت کي پرداسي مهال د دولت او سياسي کړيو اختلافات راپورته سوي چي د را رواني اونۍ په اخر کي د مزار شريف په ښار کي د نوروز په مناسبت يو غټ جشن لمانځل کېږي.