کور / #PTM / د ارواښاد ارمان لوڼي لپاره د مقدمې غوښتونکو پرضد مقدمې جوړي سوي دي

د ارواښاد ارمان لوڼي لپاره د مقدمې غوښتونکو پرضد مقدمې جوړي سوي دي

د شهيد ارمان لوڼي لپاره د مقدمې درجولو غوښتنوکو باندي د پاکستاني رياست له لوري مقدمې درج سوي ده.

تېره ورځ د ارواښاد ارمان لوڼي د څلوېښتي په ياد غونډه کي ګډونوالو د حکومت څخه غوښتي وو، چي د ارمان لوڼي د وژني مقدمه دي درج کړي، خو د پاکستان حکومت برعکس د هغه کسانو پر ضد مقدمه درج کړه چي کومو د ارواښاد لوڼي د مقدمې اواز اوچت کړی وو.

د پي ټي ايم د فعال غړي صادق خان عليزي او د هغه ملګرو  د ارمان لوڼي د شهادت د څلوېښتمي ورځي په ياد غونډه جوړه کړې وه، چي په کي په زرګونو کسانو ګډون کړی وو او د ارامان لوڼي د کورنۍ او ټولو پښتنو لپاره ئې د انصاف ږغ اوچت کړ.

صادق خان عليزی وايي، پوليسو د دوی د ۱۳ کسانو پر ضد مقدمه درج کړې ده، چي په کي د صادق خان عليزي په ګډون د ارمان لوڼي د وژني عيني شاهدان جليل افغان، عبدالقيوم ملازی او ځايي خبريال پيرمحمد کاکړ هم شامل دي.

همداراز د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نيشنل ګوند ځايي مشرانو پر ضد هم مقدمې درج سوي دي.

پوليس وايي، چي يادو کسانو د رياست پر ضد شعارونه ورکول، ځکه ئې پرضد مقدمه درج سوې ده.

خو د غونډي ګډونوال وايي، چي دوی په قانوني توګه يواځي او يواځي د شهيد ارمان لوڼي د وژني پرضد د مقدمې درجولو غوښتنه کړې ده او رياست غواړي چي په خپلو غلطو کړنو سره د پي ټي ايم او پښتنو تحريک ته صدمه ورسوي او د هر هغه چا پر وړاندي ګام پورته کوي چي د پښتنو د شعور ويښولو هڅه کوي.

د ارواښاد ارمان لوڼي د شهادت د څلوېښتمي ورځي يادغونډي په پښتونخوا، کابل، خوست، لورلايي، کوئټه او د پاکستان په ځينو ښارونو کي ولمانځل سوې، چي په کي ترډېره د ارواښاد لوڼي د وژني پرضد د مقدمې درجولو او د هغه په وژنه کي ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه سوې وه .

همداراز په اروپا کي د پي ټي ايم څانګي پرون د ارمان لوڼي د شهادت د څلوېښتمي يادغونډي ترتيب کړي وې.