کور / راپور / د بلخ ولايت د ملي امنيت آمر د افغان ځواکونو له لوري نيول سوی دی

د بلخ ولايت د ملي امنيت آمر د افغان ځواکونو له لوري نيول سوی دی

په مزار شريف ښار کي د امنيتي ځواکونو او غير مسؤوله وسلوالو ترمنځ نښته روانه ده.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چي د بلخ ولايت د امنيت آمر ئې نيولی او د ياد امريت چاري د پوليسو پر ځای امنيتي ځواکونو ته سپارل سوي.
نن غرمه د مزارشريف ښار د امنيه قومندانۍ سره د امنيتي ځواکونو او د عطا نور د مليشه ترمنځ نښته رامنځ ته سول.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چي په پېښه کي يو پوليس ژوبل سوی دی او د لسګونو غيرمسؤول وسلوال ئې نيولي دي.
په مزارشريف کي ولسي وګړي وايي، چي د تېري شپې راهيسي ئې ګڼ شمېر په شخصي کالو کي وسلوال کسان ليدلي چي په ځينو سيمو کي ځای پرځای وه.
په بلخ کي وروسته له هغه حالت ترينګلی سو، چی کله عطامحمد نور د ولسمشر غني له خوا د ياد ولايت لپاره د ټاکل سوي امنيه قومندان عبدالرقيب مبارز د کار مخه ونيول.