کور / راپور / عطا نور په بلخ کې پیل سوې جګړه تائید کړه

عطا نور په بلخ کې پیل سوې جګړه تائید کړه

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور په بلخ کې د خپلو کسانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ پيل سوې جګړه تائید کړه.
هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په خپل ټول قوت به له ځان او بلخ څخه ساتنه کوي، همدارنګه له خلکو یې غوښتي چې د خپل عزت او وقار ساتنې په موخه دې دده امر ته چمتو اوسي.
سیمه ییز خبریالان وايي، چې د ښار په بېلابېل سیمو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
بل خوا د بلخ د ولایتي شورا رئيس د حکومت پر مشرانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې د جګړې د مخنیوي لپاره لاس په کار سي.

راپور: احمد لودين