کور / تازه خبرونه / وردګ : تښتول شوي ډاکټر او موټر چلوونکي راخوشي شول

وردګ : تښتول شوي ډاکټر او موټر چلوونکي راخوشي شول

دسويډن موسسې اړوند دوه تنه کارکووکي چې تيره ورځ دميدان وردګو له ولايت څخه له موټر سره يوځاي تښتول شوي نن بيرته راخوشي شول خو موټر او ځني وسايل يې طالبانو له ځان سره وړي دي.

والي وايي چې يوډاکټر اودهغه موټر چلوونکي تيره ورځ دنرخ ولسوالۍ ددرانيو له سيمې څخه تشتول شوي وو اونن ددوي په واسطه راخوشي کړل شو ل

په دې ولايت کې يوتن چارواکي دنوم دنښودلو په شرط وويل چې کيداي شي په دې تښتونه کې دموسسي کار کوونکي لاس ولري اوهغه وويل چې داڅرنګه تښونه ده چې له کومې هڅې پرته يوه شپې نه وروسته راخوشي شول .

دسويډن موسسه چې په وردګو ولايت کې دروغتيا په برخه کې د حکومت سره مرسته کوي اوسيمه ايز روغتيايي مرکزونه حمايه کوي دتيرو څوکلونو راپديخوا هلته په لسګونو روغتيا پالان دخلکو په خدمت بوخت دي

دالومړنۍ تښټونه نه ده تيره ورځ دچينايي کمپنۍ يوتن انجينر هم له يوې مياشتې بند وروسته دطالبانو لخوا خوشي شو

خودډاکټرانو دراخوشي کيدو په اړه سيمه ايزو طالبانو بې خبري وښوده