کور / تازه خبرونه / كندهار: آيساف دوه كوچنيان او يو سړى ټپي كړ

كندهار: آيساف دوه كوچنيان او يو سړى ټپي كړ


د آيساف له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه كي راغلي چي د يكشنبې په ورځ يې په كندهار كي دوه ماشومان مړه او يو سړى په داسي حال كي ټپي كړ چي موټر يې د دوى كاروان ته ورنيژدې كړ.
اعلاميه وايي موټر چلوونكي ځوان ته يې څو ځله د نه ورتلو اخطار وركړ، خو دا چي هغه سر په نه ګرځاوه، دوى ډزي پر وكړې.
د اعلاميې له مخي ټپي سوى ځوان او ماشومان يې تر پېښي وروسته د كندهار ميرويس روغتون ته انتقال كړي دي.
آيساف دوې ورځي مخكي هم په يوه عيني پېښه كي چي د سنګين په څاروان كلا سيمه كي رامنځته سوې وه، څلور تنه وژلي او درې نور ټپيان كړي وه.