کور / راپور / د نيوزلنډ بريدګر نن محکمې ته وړاندي سو

د نيوزلنډ بريدګر نن محکمې ته وړاندي سو

تېره ورځ د نيوزلنډ په کرایسټچرچ ښار کي د مسلمانانو په دوو مسجدونو کي د جمعې د لمانځه پر مهال يو افراطي عيسوي وګړي پرله پسې ډزي وکړې او د شاوخوا ۴۹ لمونځ کونکو ژوند ئې واخيست.

بريدګر ۲۸ کلن برنټن ټينټ نومېږي او د استراليا اوسېدونکی دی.

په بريد کي د افغانانو په شمول د ګڼو هيوادونو کډوال وژل سوي چي د ډېرو هويت لا تراوسه مالوم نه دی.

په پېښه کي لومړی وژل سوی قرباني شخص يو افغان دی چي شاوخوا څلور لسيزي وړاندي نيوزلنډ ته کډوال سوی وو.

دا پېښه د نړۍ په لراوبر کي غندل سوې او دا يو ترهګريز او کرکجن عمل بلل سوی دی.

بريدګر د پوليسو له لوري نيول سوی او نن سهار محکمې ته وړاندي سو.

د بريدګر ټينټ دوهمه محکمه به د اپريل مياشتي پر ۵ نېټه وسي.

د پيښي په تړاو دوه تنه نور مشکوک کسان هم نيول سوي دي، خو د هغوی هويت تراوسه نه دی څرګند سوي.

د نيوزلنډ لومړۍ وزيري جسيندا اردون  وايي چي بريدکونکي پنځه ډوله وسلې د ځان سره لرلې او د وسلو ګرځولو قانوني جواز ئې نه لاره.

نوموړې وايي، چي په هيواد کي به د وسلو ګرځولو قانون اصلاح کړي.

دا پېښه د امريکا، برطانيې، جرمني او فرانسې په ګډون د نړۍ نورو هيوادونو هم غندلې ده او دا ئې يو ترهګريز بريد ګڼلی دی.