کور / اقتصادي / نن په ټول افغانستان کي صرافانو کاري اعتصاب کړی وو

نن په ټول افغانستان کي صرافانو کاري اعتصاب کړی وو

نن د شنبې ورځ په ټول افغانستان کي د پيسو د راکړي ورکړي مرکزونه بندوو.

دا کاربنديز د افغانستان د صرافانو ټولني د مهسا نومي ماشومي د وژلو په غبرګون کي کړی وو.

په کابل کي په سلګونو صرافانو د شهزاده سرای مخ ته د اعتراض په ډول راغونډ سوي وه او د مهسا قاتلينو ته ئې د اعدام سزا غوښتنه کول.

مهسا شپږ کلنه ماشومه د رواني مياشتي پر ۲۵ نېټه د کابل په خيرخانه سيمه کي خپل کور ته څېرمه وتښتول سول او دوې ورځي وروسته ئې مړی د اوبو په يو کانال کي وموندل سو.

د مهسا تښتونکو د هغې د خوشي کولو په بدل کي د مهسا له کورنۍ څخه د ۳ لکو امريکايي ډالرو غوښتنه کول، خو کورنۍ ئې په دې نه توانېدل چي ياد مبلغ پيسې ورکړي.

د مهسا پلار وايي: ما د دومره پيسو د ورکړي وس نه درلود، زه د ۵ لکو افغانيو په ارزښت په شهزاده سرای کي د پيسو د راکړي ورکړي په ډېره کوچنۍ کچه غريبي کوم.

پوليس وايي، چي د مهسا قاتلين ئې نيولي دي او پر رسنيو داسي وېډيو خپره سوې چي نيول سوي دوه کسان د مهسا د وژني پړه مني.

د شپږکلني ماشومي وژلو په ټول هيواد کي د خلګو غوسه راپارولې او پر خواله رسنيو يادو کسانو ته د اعدام سزا غوښتنه کېږي.

شپږکلنه مهسا ماشومه چي د اختطافچيانو لخوا ووژل سوه

ولسمشر اشرف غني هم ويلي، چي مجرمين به د قانون په چوکاټ کي اشد مجازات سي.

د افغانستان د صرافانو د شورا مشر میر افغان صافی وايي، چي  له کاري اعتصاب څخه یې هدف د مهسا وژونکو ته د اعدام غوښتل او د صرافانو امنیت ته د حکومت پام را اړول دي.

د صافي په خبره:”نن مو په ټول افغانستان کي کاري اعتصاب کړی و،زموږ غوښتنه د مهسا د قاتلینو اعدام دی، د مهسا قاتلین باید اعدام سي، زموږ د صرافانو قاتلین باید اعدام سي، او د صرافانو نور قاتلین چي نه دي نیول سوي باید ونیول سي او اعدام سي.”

ښاغلي صافي زیاته کړه که حکومت د مهسا قاتلین اعدام نه کړي په ټول افغانستان کي به صرافان دومداره کاري اعتصاب پیل کړي.

د جنايي پېښو زیاتوالی په افغانستان کي د صرافانو او سوداګرو لپاره يو له جدي ګواښونو څخه ګڼل کېږي.

 د تېرو دریو میاشتو راپدېخوا ۱۲ صرافان په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د ناڅرګندو کسانو لخوا اختطاف سوي چي یو شمېر ئې د پیسو په بدل کي خوشي سوي او یو شمېر نور یې د اختطافچیانو لخوا وژل سوي دي.