کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د دور بابا ولسوالۍ ولسونو د سولي ږغ پورته کړ

ننګرهار: د دور بابا ولسوالۍ ولسونو د سولي ږغ پورته کړ

د ننګرهار د دور بابا د ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکي وایي، دوی معاملې نه مني.
د هغوی په وینا، د پټو پردو شا ته د امریکا پر خبرو شک لري او د هغوی خبري ورته د منلو وړ نه دي.‌
د همدې اوسېدونکو په وینا، د سولي خبري باید علني وسي او ولسونو ته باید په کښي ځای ورکړل سي.
اوسېدونکي همدا راز وایي، نور به د دوی پر سر سیاسیون او د پردیو اجنټان سوداګري ونه کړي.
د سولي ولسي حرکت-PPM غړو له هغوی څخه وغوښتل چي سکوت مات کړي ځکه چي ولسونه جګړې له منځه وړلای سي.
د PPM مشر اقبال خیبر له هغوی څخه وغوښتل چي باید نور ږغ پورته کړي او پر سرونو یو ځل بیا د جینوا او بن په څېر پرېکړي ونه مني.
اوسېدونکو شاوخوا درې کیلومتره د سولي او اوربند غوښتلو په خاطر پلی تګ وکړ او د جګړې ضد شعارونه ئې ورکړه.
#سوله
#PPM