کور / راپور / عمران خان: په نژدې راتلونکي کي به په افغانستان کي نوی حکومت رامنځ ته سي

عمران خان: په نژدې راتلونکي کي به په افغانستان کي نوی حکومت رامنځ ته سي

د پاکستان لومړي وزير عمران خان تېره ورځ د قبائلي مشرانو سره په يوه غونډه کي ويلي، چي تمه ده په افغانستان کي نوی حکومت رامنځ ته سي.

نوموړي ويلي، چي په قطر کي د طالبانو او امريکا خبري مخ ته رواني دي او په نږدې راتلونکي کي به په افغانستان کي د يو نوي حکومت شاهدان و اوسو.

عمران خان پر داسي مهال دا څرګندوني کړي چي په قطر کي د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوو اونيو مذاکراتو جزئيات نه دي په ډاګه سوي او ګڼ افغانان د قطر د وروستيو خبرو اترو په هکله اندېښمن دي.

بل خوا د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پر زلمي خليلزاد تور پوري کړی چي دی د طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کي د افغان دولت د نامشروع کولو هڅه کوي.

ډاکټر محب وويل، خليلزاد هڅه کوي چي د طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کي افغان دولتي مشران څنډي ته کړي، ترڅو د طالبانو سره د موقت حکومت جوړېدو په صورت کي نوموړی واک په لاس کي واخلي.

د ډاکټر محب پر وروستيو څرګندونو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سخت غبرګون ښودلی.

په کور دننه کي هم د ډاکټر محب د څرګندونو ملاتړي او نقد کونکي ډېر دي.

د ډېرو په باور حمدالله محب په خپلو څرګندونو سره افغان ملت ته د امريکا او طالبانو ترمنځ د پټو سياستونو څخه پرده پورته کړه، چي په دې سره ښاغلی محب د ډېرو په باور د ستايني وړ دی.

خو بل لوري ځينو کسانو پر ښاغلي محب له دې امله نيوکه کړې چي په يادو څرګندونو کي ئې ډيپلوماټيکه ژبه نه ده کارولې.

بل خوا ځيني معتبري ورځپاڼي وايي، چي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان د سولي په تړاو د امريکا د مهمو مشرانو يوه پټه غونډه رابللې وه او پکي ئې د افغانستان د سولي او د ډاکټر حمدالله محب د وروستيو څرګندونو په تړاو بحثونه کړي دي، خو د يادي غونډي جزئيات نه دي ښکاره سوي.