کور / راپور / ټرمپ د لوړ پوړو امريکايي چارواکو سره د افغانستان په تړاو پټه غونډه کړې ده

ټرمپ د لوړ پوړو امريکايي چارواکو سره د افغانستان په تړاو پټه غونډه کړې ده

تېره ورځ ناوخته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړپوړو سياسي، پوځي او استخباراتي چارواکو سره د افغان سولي په تړاو غونډه جوړه کړې وه.

غونډه د څو ساعتونو لپاره د بندو دروازو ترشا روانه وه او د جزئياتو په هکله ئې تردامهاله مالومات نسته.

د اسوشتیدپرېس خبري اژانس د راپور له‌مخي، په دغه ناسته کي د ټرمپ مرستیال مایک پنس، د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جوزیف ډانفورډ، د امریکا د استخباراتو مشر جینا هسپل،د دغه هېواد ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ګډون کړی وو.

یوې سرچینې چې په دغو خبرو کې ګډون کړی و اسوشیټډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دغه ناسته د پنټاګون په یوه پټه خونه کي تر سره سوې ده.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پر زلمي خليلزاد تور پوري کړی چي دی د طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کي د افغان دولت د نامشروع کولو هڅه کوي.

ډاکټر محب وويل، خليلزاد هڅه کوي چي د طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کي افغان دولتي مشران څنډي ته کړي، ترڅو د طالبانو سره د موقت حکومت جوړېدو په صورت کي نوموړی واک په لاس کي واخلي.

د ډاکټر محب پر وروستيو څرګندونو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سخت غبرګون ښودلی.

په کور دننه کي هم د ډاکټر محب د څرګندونو ملاتړي او نقد کونکي ډېر دي.

د ډېرو په باور حمدالله محب په خپلو څرګندونو سره افغان ملت ته د امريکا او طالبانو ترمنځ د پټو سياستونو څخه پرده پورته کړه، چي په دې سره ښاغلی محب د ډېرو په باور د ستايني وړ دی.

خو بل لوري ځينو کسانو پر ښاغلي محب له دې امله نيوکه کړې چي په يادو څرګندونو کي ئې ډيپلوماټيکه ژبه نه ده کارولې.