کور / راپور / له وزيرستانه د پکتيا برمل ته جرګه روانه سوه

له وزيرستانه د پکتيا برمل ته جرګه روانه سوه

نن د شمالي او جنوبي وزيرستان د سياسي ګوندونو استازو او لسګونه ولسي وګړي د پکتيا ولايت برمل ولسوالۍ ته د جرګې لپاره روان سول.

په يادو کسانو کي د قومی اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښ علي وزير هم شامل دی.

د يادي جرګې مشر ډاکټر ګل عالم وزير وايي، دوی پکتيا ته ددې لپاره ځي چي هلته د مارچ پر نهمه د برمل په رخه سيمه کي د پوځي عملياتو پر مهال د وګړو د وژل کېدو په هکله خبري اتري وکړي.

ويل کېږي چي په يادو عملياتو کي ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

خو افغان دولت وايي، چي په يادو عملياتو کي هيڅ ولسي وګړي ته زيان نه دی رسېدلی، بلکي د عرب جنګيالو په ګډون ئې لس وسلوال طالبان وژلي دي.

د افغانستان سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مارچ پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کي وويل چي د هغو اوازو په اړه څېړنه کوي چي د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کي د یوه برید په اړه راپورته سوې او ويل سوي چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وزيرستاني کډوال په نښه سوې دي.

د پکتيا د امنيه قومندان جنرال غلام سخي روغ ليونی وايي، چي په دغه بريد کي ۱۵  طالبان وژل سوي چې درې ئې عرب جنګيالي دي او په دې پېښه کي کوم ولسي وګړي ته مرګژوبله نه ده اوښتې.