کور / راپور / بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړی دی

بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړی دی

د عمران خان د وروستيو څرګندونو د په تړاو افغان دولت د پاکستان سفير احضار کړی او د هغه د څرګندونو په هکله ئې اعتراض ورته کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي، د جمعې په ورځ چي عمران خان د افغانستان په هکله کومي څرګندوني کړي دا د افغانستان په چارو کي ښکاره مداخله ده.

د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان د قبائلي مشرانو سره په يوې غونډه کي ويلي وه، چي په نږدې راتلونکي کي به په افغانستان کي نوی حکومت رامنځ ته سي.

د يادو څرګندونو په هکله عامو افغانانو هم تند غبرګون ښودلی دی او په قطر کي د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرو په هکله نور هم شکمن سوي دي.

په قطر کی طالبانو او امريکايي استازو ترمنځ د بندو دروازو ترشا شاوخوا  دوې اونۍ پرله پسې خبري رواني وې چي تراوسه ئې جزئيات نه دي په ډاګه سوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي،

” له شک پرته دا د افغانستان په کورنیو چارو کي په ښکاره توګه لاسوهنه ده. نن مو د پاکستان د سفارت شاردافیر د بهرنیو چارو وزارت ته را غوښتی وو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت سخت اعتراض مو ورته څرګند کړ. او ورته ومو ويل چي د عمران خان څرګندوني د یوې بربنډې مداخلې نمونه ده”.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، دا جنګ باید یوه ورځ پای ته ورسیږي، خو د افغان حکومت لپاره د نظام دوام لپاره یو اصل دی.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد نصرالله ستانکزی وايي،  چي د عمران خان څرګندوني د افغانستان په چارو کي بربنډه مداخله ده.

نوموړی وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کي خبرو ته په کتلو د صدراعظم عمران خان څرګندونې هم په دغو خبرو کې د پاکستان د رول سره تړاو لري.

ښاغلی ستانکزي وايي: “دلته څو ټکي متبارز دي، یو عمران داسې ښيي، چي پاکستان د افغانستان په قضیه کي اصلي بازیګر دی او غواړې د دغو مذاکراتو فاتح په اصطلاح پاکستان وګڼي. بله خبره دا ده، چي ممکن د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ په خبرو کي د نوي حکومت پر جوړښت ځینی توافقات رامنځ ته سوي وي او په دې توګه بیا هم پاکستان غواړي، چي ځان مطرح کړي “.

دغه استاد وايي، پاکستان یو ډول رواني جګړې لپاره هم دغسې مسلې مطرح کوي.

دا پر داسي مهال ده چي په دې وروستيو کي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پر زلمي خليلزاد نيوکه وکړه، چي هڅه کوي د طالبانو سره په روانو مذاکراتو کي افغان حکومت څنډي ته کړي.