کور / راپور / د نيوزلنډ لومړۍ وزيره: پر جوماتونو بريدګر له بريد څو دقيقې وړاندي خبرداری راکړی وو

د نيوزلنډ لومړۍ وزيره: پر جوماتونو بريدګر له بريد څو دقيقې وړاندي خبرداری راکړی وو

د نيوزلنډ لومړۍ وزېره جاسنډا اردرين وايي، چي په کرايسټ چرچ ښار کي پر دوو مسجدونو له بريد څو دقيقې  وړاندي ددې دفتر ته د پيښي په هکله پېغام رسېدلی وو.

اردرين په يو خبري کنفرانس کي خبريالانو ته وويل، ما هم دا پېغام واورېدی، تقريبا د پيښي ۹ دقيقې وړاندي زموږ دفتر ته پېغام رارسېدلی وو.

دهغې په خبره، په دغه پېغام کي د پيښي ځای او نور تفصيلي مالومات نه وه روښانه سوي.

هغې زياته کړه، کله چي مو پېغام ترلاسه کړ، په دوو دقيقو کي مو ټولو امنيتي ادارو ته ولېږی، چي په هکله ئې اقدامات وکړي.

نوموړې په خپلو خبرو کي وويل، چي د ولسي وګړو ساتنه او په ټول هيواد کي د امنيت ساتل د پوليسو لومړنۍ دنده ده، پوليس به د جوماتونو ساتنه وکړي او د هغه امنيت به خوندي کړي.

برنټون ټرنټ چي د استرالیا دی او ځان سپین پوستی بولي، د تېرې جمعې په ماسپین د نیوزیلنډ‌ په کرایسټ چرچ ښار کي پر دوو جوماتونو بریدونه وکړل چې لږ تر لږه ۵۰ کسان یې ووژل او تر ۴۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.‌

ټورنټ چي پر مسجدونو په بريد کي ئې ۵۰ لمونځ کونکي ووژل

د نيوزلنډ لومړۍ وزيري وويل، د پيښي په تړاو ئې له استراليا څخه هم مرسته غوښتې ده او په خبره ئې حکومت د پيښي د قربانيانو د کورنيو سره اوږه پر اوږه ولاړ دی او هغه کسان چي په پېښه کي ئې ژوند له لاسه ورکړی دی، مړي به ئې نن کورنيو ته وسپارل سی.

د بريدګر په تړاو لومړۍ وزيري وويل، چي محکمه به ئې په نيوزلنډ کي وسي ځکه پېښه هم دلته سوې ده.

هغې زياته کړه، چي د وسلو د جواز په قوانينو کي به ژور بدلونونه راولي.

د نيوزلنډ لومړۍ وزيره تېره ورځ هغه مسجد ته تللې وه، چي د جمعې په ورځ بريدګر پکي شاوخوا ۵۰ لمونځ کونکي د جمعې د لمانځه پر مهال په ډزو ووژل.

لومړۍ وزيري مسجد ته څېرمه د قربانيانو په ياد کي د ګلونو ګېډۍ کښېښوده او د قربيانيانو د کورنۍ سره ئې خواخوږي څرګنده کړه.

د نيوزلنډ د پوليسو مشر وايي، چي په پېښه کي د وژل سويو کسانو شمېر ۵۰ تنو ته پورته سوی دی.

نوموړی وايي، چي د وژل سويو کسانو مړي لا تراوسه خپلو کورنيو ته نه دي سپارل سوي، ځکه په دې هکله څېړني رواني دي او پوليس هڅه کوي د پېښي ژورو ته ځان ورسوي.

په پېښه کي ککړ شخص ۲۸ کلن برينټون ټرنټ تېره ورځ ځاي محکمې ته راوستل سو او کېدای سي بله محکمه ئې د اپريل پر ۵ نېټه وسي.