د پاکستان له آدرسه چې کومه سوله راځي؛ تر هغې جګړه زر ځله غوره ده

Aziz Rahman Hazim | مارچ 17th, 2019


لیکنه: بهشته ستانکزۍ

“زلمی خلیلزاد غواړي ولسمشرغني له واکه لرې، لنډمهاله اداره جوړه او ځان د دې ادارې مشري ته ورسوي.”

       دا د حمدالله محب تازه خبرې دي چې په تړاو یې ډول ډول غبرګونونه وښودل شول.

       د حمدالله محب دې خبرو ته تر ټولو توند غبرګون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت و.

       وزارت وایي، په خلیلزاد برید د امریکا په بهرنیو چارو وزارت برید دی.

      ولې د غني او ټرمپ ادارو تر منځ تودې اړیکې تر دې بریده را ورسېدې؟

       آیا په رښتیا هم خلیلزادچې ځان امریکایی وګړی یادوي، تر دې بریده لیوال دی چې افغانستان کې چارې سمبال کړي؟

      او آیا خلیلزاد کولی شي، خپل لیدلوری په امریکا کې د ټرمپ ادارې په ملکي او پوځي چارواکو ومني؟

       هڅه کیږي چې دې پوښتنو ته تر یوه بریده ځواب ووایم.

       ولې د غني او ټرمپ ادارو تر منځ تودې اړیکې تر دې بریده را ورسېدې؟

       غني د کرزي برخلاف له امریکا متحدو ایالتونوسره د اړیکو بېرته ښه کولو هڅه وکړه. د خپل واک په دوهمه ورځ یې له دې پیاوړي او ځواکمن هېوادسره امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کړ.

     غني په دې کار سره امریکا سره د اړیکو رغولو لپاره مټې را ونغاړلې. په افغان او امریکایي ځواکونو د شپنیو عملیاتو محدودیت لرې شو، د دې عملیاتو له اړخه په اوښتې مرګ ژوبلې سترګې پټې شوې، د امریکا په نغوته له سیمې سره د افغانستان اړیکې تنظیم شوې.

       په امریکا کې ملکي او پوځي چارواکو، سنا او استازو جرګې د افغانستان په تړاو نوې مفکوره را منځته کړه. واشنګټن نور کابل کې باوري ملګری پیدا کړ. د امریکا د کانګرېس دواړو جرګو ته د ولسمشرغني وینا له تود هرکلي سره مخامخ شوه.

      یعنې غني وغوښتل په دې سره  ځان په اتومات ډول د امریکا باور وړ ملګری وښیي. امریکا هم خپل جهت بدل کړ او افغانستان سره یې د اړیکو ښه کولو او نږدې کېدو هڅې وکړې.

      دواړو واشنګټن او کابل نور د اختلاف موارد د همکاریو په مواردو بدل کړل. اړیکې ښې تنظیم شوې خو د ټرمپ ادارې ته د ملي یووالي په نوم حکومت پاتې شو کوم حکومت چې د بارک اوباما د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې په منځګړیتوب را منځته شو، واک د دوو رقیبو ډلو تر منځ په سم برابر ډول وویشل شو او همدا ښایي د ټرمپ او غني تر منځ د بې باوري ستر عامل وي.

       د غني حکومت ته په عامو خلکو کې دوه سری حکومت هم ویل کیږي. دې دوه سري حکومت د اصلي ستونزو د حل پر ځای په ډېرو جزوي مسایلو لانجه شروع کړه. همدا لانجې د دې سبب شوې چې امریکا کې پر کابل د باوري ملګري لیدلوری سخت زیانمن شي.

       څو ځله امریکایي چارواکو په مستقیم او غیر مستقیم ډول غني ته خبرداری ورکړ چې که بدلونونه سم او په مثبت ډول نه وي، په بدیلو لارو کار کوي. ټرمپ او غني دواړه احساساتي مشران دي او همدا د دواړو د لرې کېدو ستر ټکی دی. غني ته په افغانستان کې د یوه داسې مشر په توګه کتل کیږي چې د چا خبره نه مني، خپله وایي اتلس ساعته کار او څلور ساعته خوب کوي. خو نیوکې دا دي چې ده هر څه ځان ته ولجه کړي او نه غواړي حکومتي چارې په ډله ییز ډول تر سره شي. د عبدالله عبدالله انتقاد هم په همدې مساله دی. غني تر دې بریده کورنیو لانجو کې را کېوت چې نور ترې د چارو سمون او ښه والي فرصت له لاسه ووت. له یوه والي سره یې په ډېرې عادي مسالې شاوخوا یوه میاشت رسنیزه لانجه وکړه. په هر حال همدا لوی مورد دی چې ټرمپ یې پر غني له باور کولو را وګرځاوه.

       ټرمپ له خپل خبرداري سره سم ګام پورته او طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاری وښود.

      یعنې کابل کې د واک د وېش پر سر لانجه دا حکومت له دننه وشړاوه. د شړېدو دا لړۍ نوره هم تېزه شوه او همدا خبره ده چې د کابل او واشنګټن اړیکې یې یو ځل بیا د کړکیچ تر پولې را ورسولې.

      په دې کې د ټرمپ ګناه نه ده، د بارک اوباما تېروتنه وه چې افغانستان کې یې د ملي یووالي حکومت جوړ کړ، دې دوه سري حکومت کې هره مثبته  پرېکړه باید دواړه لوري ومني او که داسې نه شي، کار نه کیږي. همدا یې ستره وجه ده چې د کابل او واشنګټن اړیکې یې دومره ډېرې خرابه کړې.

       آیا په رښتیا هم خلیلزادچې ځان امریکایی وګړی یادوي، تر دې بریده لیوال دی چې افغانستان کې چارې سمبال کړي؟

       خلیلزاد چې اوس د افغانستان لپاره د  ټرمپ ادارې د سولې ځانګړی استازی دی، افغانستان کې دخپلو ګټو پاللو لپاره هڅه کوي چې دغلته مطرح سړی وي. په ۲۰۰۱ کال کې ده حامد کرزی واک ته ورساوه، کوم کرزی چې د شمال ټلوالې په وینا د دوي په خوښه د لنډمهالې ادارې مشري لپاره وړاندیز شو.

      خلیلزادپه دې سره وغوښتل افغانستان د فساد په تلک او لومه کې را ګیر کړي، د شر او فساد ډله بیا پر هېواد واکمنه؛ غلا او چور اعلام شو. خپله کرزي وویل چې ویې خورئ، چور یې کړئ خو ګورئ بهر ته یې انتقال نه کړئ. دا د کرزي ښه خبره وه یعنې خلیلزاد وغوښتل قصدا همداسې اوبه خړې او خپل کبان ونیسي.

      څو کاله دی د امریکا له کلیدي او اصلي لوبغاړو لرې پاتې شو خو د ټرمپ اداره کې دی بیا را مخته شو او یوه ډېره مهمه دنده ور وسپارل شوه، یعنې د امریکا د تاریخ د سترې جګړې پای ته رسولو دنده. دې کې شک نشته چې د خلیلزاد هڅې اوس په دې را ټولې دي چې طالبان بیا واکمن شي.

     څه موده مخکې یوې پاکستانۍ مخورې ورځپاڼې  لیکلي و” د راولپنډۍ په ښار کې د پاکستاني جنرالانو، طالب مشرانو او خلیلزاد په درې اړخیزه غونډه کې په دې پرېکړه وشوه چې غني د سترګو اغزی دی او په هره توګه چې کیږي باید لرې شي.”

      اوس د همدې پرېکړې د تطبیق لپاره عملا کار پیل شوی. د حمدالله محب وروستۍ خبرې یې ښکاره ثبوت دی.

     خلیلزاد ته دا مهمه نه ده چې د امریکا ګټې څه دي او له افغانستان سره یې باید اړیکې څه ډ‌ول وي، خلیلزاد د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو په لټه  کې دی او دا امکان لري چې ده له طالبانو سره د دوحې پنځم پړاو خبرو کې په دې هوکړه کړي وي چې د لنډمهالې ادارې مشري پر غاړه واخلي.

      په دې سره دی غواړي افغانستان یو ځل بیا طالبانو ته وسپاري، یعنې غواړي پاکستان بېرته خپله زړه پروژه(طالبان) را مخې ته کړي او افغانستان په خپله خوښه اداره کړي.

       افغانستان باید د پاکستان فرمان ومني، افغانستان باید یو مصرفي هېواد وي، افغانستان باید په هره برخه کې په پاکستان متکي وي، حال دا چې غني دا معادله بدله کړې او پاکستان یې سخت زیانمن کړی خو پاکستان د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په بدل کې په خلیلزاد خپل فرمایشونه منلي، خلیلزاد یوه ستره لوبه پیل کړې، پاکستان ته د افغانستان د سپارلو لوبه چې دا ښایي یوه بله اوږده او خونړۍ جګړه پیل کړي.

      د سولې دا پروژه په حقیقت کې د جګړې د پیاوړي کولو پروژه ده او خلیلزاد د پاکستان په فرمایش او خوښه نه غواړي افغانستان له دې محتاج حالت را ووځي.

      او آیا خلیلزاد کولی شي، خپل لیدلوری په امریکا کې د ټرمپ ادارې په ملکي او پوځي چارواکو ومني؟

      ټرمپ نور نه شي کولی د بوش او اوباما په څېر لوبه روانه وساتي، هغه غواړي چې امریکایي وګړو ته ووایي القاعده مو ختمه کړې افغانستان نور ګواښ نه دی او غواړي خپل عسکر را وباسي، یعنې د امریکایي مالیه ورکوونکو لپاره نور دی پلمه نه شي جوړولی. ټرمپ په یوه داسې مشر شهرت لري چې هرې معادلې ته د سوداګرۍ له اړخه ګوري او همدا یې ستره تېروتنه ده.

      ټرمپ  د افغانستان او سویلي آسیا په تړاو یوه تګلاره جوړه کړه، یو کال یې لا د تطبیق نه و تېر شوی چې بېرته یې خپل جهت بدل کړ، له پاکستان سره یې بېرته د اړیکو رغولو او نږدې کولو هڅه وکړه،له عمران خان یې په یوه لیک کې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو غوښتنه وکړه.

      په داسې یوه وضعیت کې غني باید امریکا کې لابي ګري وکړي، حمدالله محب چې سپین غږیږي، باید امریکا کې لابي ګري وکړي، هغه سناتوران د ځان ملګري کړي چې باور لري، پاکستان یې د ګټو په وړاندې لوی خنډ دی.

       د پاکستان له آدرسه چې کومه سوله راځي، تر هغې زر ځله جګړه غوره ده. ځکه پاکستان نه غواړي افغانستان په خپلو پښو ودریږي، پاکستان یو محتاج افغانستان غواړي او غني باید دا خبره ملت ته روښانه کړي، په یوې تاریخي وینا کې دې هر څه په زغرده ووایي. خلکو ته دې بیان کړي چې اوس له څه ډول ستونزو سره مخامخ دی، د ستونرو عامل څوک دي او دی څه غواړي، نور غني ته چوپ کیناستل په کار نه دي. غني بایدهر څه روښانه کړي.

         پای

Copyright Larawbar 2007-2024