کور / راپور / د جنګ ښکېل لوري دي مخامخ سره کښېني

د جنګ ښکېل لوري دي مخامخ سره کښېني

د مومند درې او لعلپوري ولسوالیو زرګونه اوسېدونکي وایي، دوی ته د بن په ‌‌‌‌‌‌ډول پرېکړه د منلو وړ نه ده.

د همدې اوسېدونکو په وینا، په دې وروستیو کي داسي اندېښنې راپورته سوي چي قطر کي د بن په څېر یو طرفه پرېکړه کېږي.

په دواړو غونډو کي د سولي ولسي حرکت-PPM مشر اقبال خیبر ولسونو ته وویل، نور ئې وخت دی چي باید ولسونه ږغ پورته کړي او هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول معامله ونه مني.

ښاغلی خیبر وایي، نور باید د تېرو اتلسو کلونو په څېر د جګړې بل لوری غرونو ته پورته نه سي.

د ښاغلي خیبر په وینا، د سولي ولسي حرکت له پرېکړه لیک سره سم دي د سولي او اوربند مسئله حل کړه سي.

خیبر همدا راز وویل، اوربند، د سولي رښتني خبري، د طالبانو او حکومت پر ګ‌‌‌‌‌‌ډ نظام هوکړه او بهرنیانو ته د وتلو مهالوېش د دوی د پرېکړ لیک مادې دي.

خیبر پر ټولو ولسونو ږغ وکړ چي د جګړې د ښکېلو اړخونو تر منځ په خپلو سیمو کي مداخله وکړي څو هلته ارامي رامنځ ته سي.

#سوله

#PPM