کور / شعر / پښتانه

پښتانه

راغلي غم دپاسه غم زموږ پرکلي
دلته خلک هر يوګل په غشوولي
دجلادخونخواره توره بياتيره سوه
خداي خبر دکوم مظلوم تن به په ولي
ټول اولس مودپتڼ په څير رپيږي
درڼاڅرک ته دي تږي اورسوځلي
دارغندښکلي ټاټوبي موورانيږي
ځکه بڼ کي مو ورګډسوه سره ناولي
تکه توره شپه فلک پرکندهار کړه
دنفاق بوټي چي شنه سوه زموږپرپولي
داڅرګنده ده چي ولي لاس ګريوان يو
پښتانه اقوام چي يو بل ته يوغلي