کور / سياسي / دسولې خبرې او مونږ!

دسولې خبرې او مونږ!

ليکنه: د.ص. سعيدي

دوهمه برخه

امريكاء، افغانستان، پاکستان  او…خپل منافع، ګټې او مصالح لري. دا ګټې او مصالح مشروع او نا مشروع باندې ویشل  کېدای شي اوویشل کیږي.

باعزته سوله او استقرار، انکشاف او پرمختګ  د افغان ولس منافع او مصالح دي.

دافغان او افغانستان د منافعو، ګټو ،  سولې او استقرار مخالفت   د تل لپاره  پاکستاني استابلشمنت کړای او کوي.

په جګړه ، افغان وژنه، وینو او باروتو که پاکستاني ۷۰۰ زره پوځ د نس د ‌‌‌‌‌‌ډکېدو او د هغه د جنرالانو  د افغان په وینو د تجارت کاروبار روان دی.

جنګ او افغان وژنه کې تېر ۴ لسیزه کې د پاکستان د افغان د عزت او د سر د تجارت بازار ګرم وه او دی.

طالب  او د پاکستان په لاس جوړې شوې ملېشې په خپله خوښه  یا د خوښې پرته د پاکستان ګټو کار ته ګمارل شوي خو دا په یاد ولرئ چې پاکستان  به د طالب په نامه افغانستان کې خپل ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیان مسلطول غواړي او د افغانستان د بند، برق او اعمار پروژې به بندې کړي.

د طالب په نامه به دستپاک مسلط کړي خو طالب به پاکستان هم په کلاره پرې نه ږدي!

امریکه باید په دې پوه شي چې دده د ناکامۍ ستر لاملونه دده خپل غلط سیاسیتونه، د پاکستان دوه مخۍ سیاسیت او افغانستان کې  بې کفایته حاکمیتونه وه.

د داکتر اشرف غني حاکمیت ضعف او د مشروعیت له سوال سره د امریکې په غلطې مداخلې مواجه کړای شو!

افغانستان کې اوسنۍ ناروا مداخلې او د افغان ملت په غیاب کې د ملت د صلاحیت خلاف  تصامیم، کابل د امریکې او طد کابل اداره نفیه کول او د کابل ادارې او امریکې تر مېنځ د درځونو چاغول د پاکستان مکار کار دی او که همداسې ادامه پېدا کړي او پر وخت مهار نه شي د امریکې په مفتضحانه ماتې په سيمه كې او د سیمې د خلکو د تراژېدیو د اوږدیدو لامل به شي.

د جناب اسرف غني امنیتی سلاکار  وظيفه لري چې هغه برنامو سره موافق نه شي چې  د دوی او دلته موجود سیاسي قوتونو موجودیت نفیه کوي اما دا چې جناب محب به د هغه شخصي کولو کې غلو او خطاء کړې وي شک نه شته. که دا حالت چې اساسي پړه یې پر  پاکستان ده همداسې دوام وکړي نو د امریکې د مفتضحې ماتې لامل  به شي او د افغان اولس تراژیدۍ به نوره هم اوږده شي.

ټول ملت ته د وطن او خلکو د تراژېدۍ د اوږدېدو مخنیوی په کار دی او دا ممکنه ده.

حق ویل، حق رسول او د ګ‌‌‌‌‌‌ډو ګټو نه او اولویت

نو نه دفاع ګ‌‌‌‌‌‌ډه وجبيه ده!

بې طرفه او غلي مه پاتې کیږئ او مه پریږدئ چې ناوخته شي.

تاریخ مو څاري او د ایمان او وجدان امر او رسالت له یاده مه باسئ!

پاکستان امریکې او نړۍ ته په دوکو کې دوکه  ورکوي او د دوکو عمق امریکې ته  هم تر دې دمه او تر اوسه د فهم وړ نه دی.

د افغان ملت بې عزتي او د هغه تأریخ او عزت ته ټیټه کتنه به ‌‌‌‌‌‌ډېر سخت او بد عواقب ولري!

 انتخاب ددوی دی خو مونږ هم پرې غاړه خلاصه کړه!

و ما علينا الا البلاغ المبين

د. ص.سعيدي

١٧/٣/٢٠۱۹