کور / سياسي / نړۍ، مونږ او پاکستاني ریاست!

نړۍ، مونږ او پاکستاني ریاست!

ليکنه: ص. سعيد

لومړۍ برخه

( محب  V خلیلزاد)

د امريكې جمهور رئيس  دونالد ترامپ څو میاشتې وړاندې رسماً اقرار وکړ او  وویلې چې پاکستاني ریاست امریکاسره   په تېرو څو لسیزو کې دوکه کړې او دوی یې احمق کړي.

زه وراضافه کوم چې ټول مستندات او شواهد  ثابتوي چې دا د پاکستاني دوکې او احمقولو پروسه په بریاادامه لري!

ضروري بولم چې د پاکستان په هکله یو ‌‌‌‌‌‌ډېر اړین وضاحت ورکړم. زما ددې بحث او دې وضاحت ورکولو تر ټولو د مخه مخاطب پاکستانی اجنت، جاسوس او دهغو ذلیل نوکران چې شمېر کې حتی سیاسیونو کې لږ  نه دی. زما مخاطب ساده، صادق او با همته ریښتینپاله افغان دی.  او هغه دا او داسې چې  زمونږ یوشمېر وطنوال، له هغې جملې څخه ګلخانان،  او حتی مطرح سیاسیون هم د پاکستاني سیاست دوکه کړي. دوی د پاکستان سره ځانګړې خواخوږۍ لري او پاکستان خپل دوهم کور او د جهاد او هجرت د سختو ورځو پناه ګاه او د اسلام په نامه هېواد بولي او پاکستاني ریاست  باندې لګیدل  ورته بې انصافي او حتی ناځواني هم ښکاري. د پاکستان پر ضد اظهاراتو نه دسلیم عقل او انصاف هدف او موخه د پاکستان ریاست او پنجاب حاکمیت او ریاستي ادارې دي. خو یو شمېر دا تفکیک نه کوي او د پاکستان پر ضد اظهاراتو او دریځونو ته کله سخت دریځ او بیا په ښه حالت کې  یو شمېر  داسې نیوکو او اظهاراتو ته کله ظاهراً چُپ شي خو ددې اعتراضاتو مطرح کوونکی  ته د ‌‌‌‌‌‌ډېرو سوالیو په ورکولو په شک او تردید په سترګه ګوري.

دغه دوکه شوو او پاکستان خواخوږو کسانو ته ویل غواړم:

د حیواناتو او فلکوري قصې او روایتونو م‌ؤلف او لیکوال نه وي مالوم خو دا قصې او اشعار ‌‌‌‌‌‌که جوړ شوي هم وي، ډېر په عالي او ښه توګه حقایق  بیانوي چې نن دوه درې درته زه هم دا لیکنه کې راوړم.

پښتنه مېرمن او مَېنه چې عاشق او خاوند ته د هغه د سفر، هجرت او فراق په غم خطاب کوي او وایي:

ترمارګلې به در سره یم – په هندوستان دی خدای مل شه مسافره.

او بیا بله لن‌‌‌‌‌‌ډۍ  کې د خپل پېزوان د ځوړندولو وعده د خاوند په استقبال د مارګلې په کن‌‌‌‌‌‌ډاو ورکوي. ( دا خپل پېزوان د مارګلې په کن‌‌‌‌‌‌ډ او ږدمه).

ددې فلکلور، ددې لن‌‌‌‌‌‌ډۍ، تاریخي نقشو، مستنداتو، ګ‌‌‌‌‌‌ډو کارنامو، ګ‌‌‌‌‌‌‌ډو جوماتواو ګ‌‌‌‌‌‌ډو هدیرو او همدا چې د وقت استعمار د افغان شاهانو سره تر مارګلې، اټک او آباسین پورې د سرنوشت خبرې  د افغان شاهانو سره مطرح کړي او کله نا کله یې تحمیل کړي او د افغان شاهانو سره تر بحث لاندې نیولي دا خپله په کلکه او جوته توګه  ثابتوي چې له آمو تر اباسینه، اټکه، مارګلې د وقت استعمار د افغان خاوره پېژني او یو افغان ملت، یو عزت او یو تاریخ او شریک عزتو، شریکې خوښۍ او شریک غمونه دي.

په دې توګه خپل وطن ته دوهم وطن ویل خطاء دی او خپل وطن کې څوک مهاجر نه دي. د ورو او خور کور کې اوسیدل د هجرت او دوهم کور خبرهء غلطه پنجانبي دوکه ده او رور چې را سره د جهاد او سختې  ورځې کې ولاړ، ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ او انګړ یې را سره تقسیم او شریک کړای دده عزت به او دده عزت راباندې هسې هم فرض دی. دا مو د رور نه توقع وه او ده چې راسره مرسته وکړي!

د پاکستان پنجابي ریاست، روا انوري رياست  او ظالمې ادارې پر ضد، پښتون دشمنه،  افغان دشمنه، انسان دشمنه، سوله دشمنه او ترور او دهشت پرور پنجابی _ پاکستاني ریاست باندې لګېدل او د هغه ماهیت افشاء کول وجیبه ده او دا د خپل رور او نمک حرامي نه ده  او دا غلط پنجابي تفکر او خطاء فکر او دوکه باید له سره وباسو.

نو

اول خو اوسنی پاکستان  ددوی دوم کور نه بلکې اول او واحد کور دی. افغان اولس د جهاد په موخې  هلته مهاجر نه دی او هجرت نه دی کړای. د خپل وطن له یوې برخې بلې برخې ته تللای.

اوس نو راشو بېرته خپل بحث ته.

د افغانستان په تاریخ کې د افغانستان جمهور رئيس اکادمیک شخص شو چې د هغه د حاکمیت په مشروعیت کې ستونځې ولاړې شوې او بیادده د اوبو، برق، بندو، تیږو، معادنو اونورو مواصلاتي لارو پروژې او د مستقیم چینلو او اړیکو  ایجا دا نتیجه او پایلې ته پاکستاني استابلشمنت ، ایران او داخلي خود خواه او یو شمېر موجهو دلایلو لاس په لاس ورکړ چې هرڅه کیږي و دې شي خو داکتر اشرف غني دې نور د افغانستان جمهور رئپس نه وي!

د سیاسي مصالحې سیاست پېل او پټه دې نه وي چې د غلطې ادارې او کړکېچو له کبله حد اقل ۱۷ کاله وخت ضایع کړل شول. ته قانون اساسي منې، ته امارت منې، ته به د ښځو حقوق منې، ته جامعهء معدني ( مدني)  منې او ته به دا منې او ته به هغه منې.

هغه مطالب او صلاحیتونه  چې سیاسي مذاکراتو  کې پرې بحث وشي د هغو مباحثو چې د ملت حق دی خلط او مزج شول او دا دوکې او عدم کفایت بحث او غیر منطقي افکار لا ‌‌‌‌‌‌ډېر اورو او لا روانې دي.

هغه څوک چې بحث او مذاکره کوي د سیاسي مصالحې په ‌‌‌‌‌‌ډېرو مفاهیمو د هغوی د رسمي مصاحبړ پر بنیاد له سره ناخبر ښکاري  او د سیاسي مذاکراتو ابعادو له سره بې خبر ښکاري او اکثر نه پوهیږي څه وایي او څه کوي؟

 له پاکستانه او د پاکستان تر اشراف او تأثیر لاندې د طالب او یا دطالب په نامه، د اسیر طالب په نامه د امریکې مذاکرات پېل شول. او د تړلو  دروازو او پټ مذاکرات پېل او دا مونږ ته مهمه وه چې امریکا او طالب د پاکستان سره سره خپل حد وپېژني.

اما د پاکستان د ملکي حاکمیت عمران خان د دننني اظهاراتو او د نورو شواهدو پر بنیاد  نتایج بل ‌‌‌‌‌‌ډول ښکاري دي پاکستاني دوکې او پاکستاني جهاد!؟ د ثمر ورکولو حالت کې دی.

د عمران خان  د جي اچ کیو  ګو‌‌‌‌‌‌ډاګی پاکستاني حکومت  مطبوعاتي اعلان چې افغانستان به نوی حکومت لري، نړۍ ته د افغان اولس ښکاره توهین دی. پر افغانستان د داسې حکومت جوړېدل چې د پاکستان دوست وي په ښکاره د تشویش خبر ده.

امریکایي  پوځيان لا تر اوسه دوکه او د قضې غلط فهم کې دي چې ګواکې طالب د امریکې د سختو او کلکو حملاتو په نتیجه او پایله کې قطر کې امریکایی لورې سره مذاکراتو ته کېناستل او مذاکره کوي.

اول طالب عمودي او افقي رهبري لري، طالب یو موټی نه دی او د طالب په نامه ‌‌‌‌‌‌د افغانستان داخل کې ډېر خرابکاره عملیات مختلفې ‌‌‌‌‌‌ډلې، داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې، مستقیم پاکستاني ملیشې او د کابل د حاکمیت شریکان او مافیایی کړۍ کوي او د طالب نطاقان د وضعې او محاسباتو په ارزونې د هغو اجراء مني او ځان ته منسوبوي. د طالب صفوف د الله (ج) په لار د اسلام او د آزادۍ په لار او اعتقاد جنګیږي اود هغه هدف او موخه شهادت دی او د کوم امریکایی فشار او ناتو فشار، مرګ او ژوبلې لاندې د سولې خبرو ته کېناستل له سره نه مني.  د فشار لاندې او د سولې په نامه مذاکرات د پاکستاني ریاست پر خلاف دا یونیم کلن تهدیدات او د پاکستاني جنرالانو د امریکایی دالرو د بندیدو تر فشار لاندې شوي او خبر ده.

 امریکایی جانب د افغان د کابل حاکمیت سره ګ‌‌‌‌‌‌ډ دریځ چې خبرې باید د کابل او طالب تر مېنځ د افغانانو پر مالکیت وشي، توافق وه.. خو د پاکستاني ریاست په تأکید او د بن بست نه د وتو په غرض امریکا خبرې پېل کړې چې دا کار امریکې ته د زهرو جام څښل وه.

افغانان با عزته سوله غواړي.

امریکا تر اقتصادي، نظامي او سیاسي فشار لاندې او وخت نه لري.

طالب وخت او حوصله لري.

پاکستان خپلې ګټې غواړي.

خود پرسته، جاه پرسته، زر پرسته، د اقتدار په نشه غرق خپل اهداف او موخې لري او په هر قیمت هغو ته رسېدل غواړي. د وینو او باروتو تجارت ورته عادي دی.

بلک واټر د جنګ، جګړې او د افغان اولس د وینو په توئيدو کې خپل تجارت ویني!

د افغان اولس تراژيدي روان ده.

ادامه لري