کور / سياسي / مشكل چېرې دی؟ 

مشكل چېرې دی؟ 

ليکنه: د.ص. سعيدي

که مصالحه او مذاکره  له خپلو اصولو تېرېدل شي، د مقابل نسخه منل شي او د تېز او پڅ چاقو پر وژلو توافق شي نو دا بیا شهیدانو او ځان ته توهین دی.

زه هغه خلک خطاء او پر خبر ناپوه بولم چې وایي: ګذشته را صلوات و خېر است ګذشت کنید!

 ګذشت د تېرې له یاده ایستل نه دي او له تېرې درس اخیستل دي.

مصالحه د زره هاو بې ګناه انسانانو دوژنې، قتل عام او لا قانونه زندانو ته مبرر نه ده.

مصالحه بوشکه اي  د سرک د غاړې او یا د بې ګناه انساناتو او سلهاو لا قانونه زندانو او انسانانو د وژنې او توهین معافی هم نه ده.

مصالحه او مذاکره د زرهاو انسانانو له حقه او هغړی ته له عدالته تېرېدنه نه ده. مصالحه او مذاکره د هغو په خاطر لرل او هغوی ته درناوی کول او له هغو نه تجربه اخیستل او د هغو جنایاتو د تکرار مخنېوې کول دي!

تېره په  د انتقام لپاره نه کارول، د خبرې مغز او اساس دی.

د اسلام اولین سپه سالار سید الشهدا حضرت حمزه په ‌‌‌ډېر قساوت شهید او حتی مسمار کړای شو. اما کله چې عفوه وشوه د حضرت حمزه ستر مقام، شهامت او ستروالی او د حق لارې ستر شهید هیڅکله هم له یاده و نه ایستل شو او همیشه یې ستر مقام او عظمت پر ځای او د هغه د حق کارنامې د اسلام د ستر با عظمته تاریخ مهمه برخه وه او ده!

سیاسي مصالحه او دهغه ترنامه لاندې د تېرې له ایره او جنايت ته جنايت نه ويل خطاء فهم او فکر دی. جنایت ته جنایت نه ویل ګناه ده او خېر است خیر است د تېرو جنایاتو چې هر چا کړي وي، له یاد ایستل نه دي.

انتقام نه اخلو او دا اسلامی او انساني شهامت لرو چې دغه برخه کې له خپل حقه تېر او ټولو مسلمانانو ته د عفوې او ګذشت چې الله تعالی یې له تقصیراتو ګذشته  او عفوه وکړي، دعاء کوو. اما تېره باید په یاد ولرو او درس ترې واخلو!

آمین یا رب العالمین

د. ص. سعيدي

١٨/٣/٢٠١٩