کور / سياسي / ولس د تړلو دروازو تر شا سوله نه غواړي

ولس د تړلو دروازو تر شا سوله نه غواړي

ليکنه: محمد بشير يوسفزی

افغانستان یو ځل د تړلو دروزاو تر شا د مذاکراتو او سولې بد عواقب او ضررونه لیدلي دي، ځکه په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته چې د هغوی د وتلو لپاره په جنیوا کې کوم مذاکرات ترسره شول، نو د مجاهدینو په استازیتوب په کې پاکستان حضور درلود او د کابل حکومت هیڅ استازی په کې نه وو، کټ مټ د سولې اوسنیو مذاکراتو ته ورته وو لکه امریکایان او پاکستان چې سره اخته دي، نو دغسې سوله نه یوازې چې افغانان نه غواړي، بلکې د هغو بد عواقب هم ورته معلوم دي.

ولسمشر غني ان له لومړي سره په ډېر صراحت د دغسې سولې مخالفت کړی دی، ځکه پاکستان او بل هیڅ هیواد دا حق نه لري چې د افغان سولې او د افغانانو په برخلیک جوړجاړی او معامله وکړي. اوسنی افغانستان پرونی افغانستان نه دی، افغانستان اوس خپل استازیتوب په خپله کوي. حتمي نه ده چې پردي او بهرني هیوادونه د دوی د برخلیک ټاکونکو مسایلو په اړه د تړلو دروازو تر شا معامله وکړي.

افغانان د تړلو دروازو تر شا سوله په حقیقت کې د افغانستان په سر د امریکا او پاکستان تر منځ یو جوړجاړی بولي او افغانان به هیچاته هم د دې اجازه ورنه کړي، خصوصاً پاکستان ته، ځکه په افغانستان کې د ټول بدبختیو او ستونزو عامل پاکستان دی، نو پاکستان هیڅ وخت هم داسې فیصله نه کوي چې په هغه کې دې د افغانانو خیر وي.

د افغان حکومت او ولس هیله او غوښتنه همدا ده چې د سولې مذاکرات دې بین الافغاني وي. وسله وال طالبان او افغان حکومت دې مخامخ خبرې سره وکړي او دا هر څه دې د ولس د سترګو پر وړاندې وي. نړیوال او بهرني هیوادونه دې یوازې څارونکی رول ولري. دوی دې صلاحیت په لاس کې نه اخلي، ځکه د افغانستان د اساسي قانون مطابق د سولې صلاحیت د افغان دولت دی.

دا څووم ځل دی چې وسله وال طالبان او د امریکا د سولې مذاکره کوونکی پلاوی د تړلو دروازو تر شا د افغان سولې په اړه بحث او خبرې کوي. د دوی وروستۍ ناسته تر ټولو اوږده ناسته وه چې شپاړس ورځې یې دوام وکړ، مګر ولس او افغان حکومت لا هم په جریان کې نه دی. د امریکا متحده ایالات دې د افغانستان له مجبوریت څخه د ناوړه استفادې هڅه نه کوي او نه دې هم ځان په تقابل کې واقع کوي، ځکه تاریخ دا ثابته کړې چې افغانستان د هیڅ زبرځواک پر وړاندې سر نه دی ټیټ کړی او نه یې هم په بهر کې جوړې اود پردیو برنامو د تطبیق لپاره اجازه ورکړې ده.

جنګ د افغانانو تر منځ دی او سوله هم د دوی حق دی. بیروني اړخونه دې افغانانو ته فرصت ورکړي چې دوی د سولې په اړه خپل مسایل په ازادانه توګه سره مطرح او خپلمنځي ستونزې په اساسي توګه سره حل او فصل کړي، ځکه تر هغو چې د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې د دواړو اړخونو په توافق مسایل حل او فصل نشي، نو له دې مه واره به نه یوازې سوله رانشي، بلکې د یو بل بحران لامل به شي