کور / سياسي / سیمه او نړۍ دې اوسنی افغانستان درک کړي

سیمه او نړۍ دې اوسنی افغانستان درک کړي

ليکنه: محمد بشير يوسفزی

سره له  دې چې افغانستان له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په جنګ کې ښکېل دی، مګر همدغه د جګړې په لسیزو کې افغانستان له هر پلوه نهایت زیات توپیر کړی دیافغانستان بدل شوی دی، خو له بده مرغه چې سیمې او نړۍ لا هم نوی افغانستان نه دی درک کړی.

خصوصاً په وروستیو څلور نیمو کالو کې د ولسمشر غني د هڅو او برنامو له برکته افغانستان زیات بدل شوی دید بدلون لومړۍ بېلګه  او ثبوت یې دادی چې افغانستان نور په وچه کې ایسار او یوازې په خپل یو ګاونډي تکیه هیواد نه دی،  ځکه ولسمشر غني د خپلو اقتصادي او زیربنایي برنامو پر مټ افغانستان له سیمې خصوصاً له منځنۍ اسیا سره نښلولی دیافغانستان اوس ګڼې ترانزیتي لارې لري.

افغانستان اوس د اقینې، چابهار ، لاجورد لارې او ګڼو هوایي دهلېزونو له لارې له سیمې او حتی اروپا او نړۍ سره وصل شوی دی. دا د افغانستان په تاریخ کې نهایت لوی بدلون دی، ځکه چې له یوې خوا افغانستان د ترانزیت له پلوه خودکفا شوی او له بل پلوه د دغې خودکفایۍ ګټه یوازې افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ هیوادونو ته هم رسېږي، ځکه د افغانستان لاره هم دوی ته لنډه، هم اسانه او هم ارزانه ده.

د افغانستان د مثبت بدلون بل دویم او عمده ټکی د ځوانو کدرونو او ظرفیتونو رامنځته کېدل ديافغانستان سره  له دې چې د جنګونو په کلونو کې بدې ورځې او مهاجرتونه وزغمل، مګر د دغو مهاجرتونو یوه ګټه دا هم وه چې افغانانو په بهرنیو هیوادونو کې په معتبرو پوهنتونو کې په بېلابېلو برخو کې لوړې او مسلکي زده کړې وکړېدوی اوس د تخصص ترڅنګ نړیواله پوهه او تجربه لري چې د هیواد د ابادۍ په برخه کې ورڅخه استفاده کېدلی شي.

د دې ترڅنګ افغانستان اوس تر بل هر وخت خپل فرصتونه درک کړي ديولسمشر غني په اکثره  بین  المللي سفرونو او کنفرانسونو کې دغه فرصتونه نړۍ ته تشریح کوي او د بهرنیو هیوادونو تاجران او پآنګوال دېته هڅوي چې د افغانستان له فرصتونو څخه د اصولو  او قوانینو په چوکاټ کې څنګه مشروع ګټه واخلي.

لنډه دا چې افغانستان له هر اړخیز پلوه بدلون کړی، مګر نیابتي او تحمیل شوې جګړه لا هم د افغانانو ژوند او ملي ګټې ګواښيمګر ولسمشر غني په دې وروستیو کې په دې وتوانېده چې سیمه او نړۍ افغان سولې ته قانع کړي او هغوی ته یې دا درک کړې چې جنګ د حل لاره نه ده، بلکې د سولې له لارې پر افغانستان تحمیل شوی جنګ پایته رسېدلی شي او له همدې امله اوس د افغان سولې په اړه نړیواله  اجماع رامنځته شوې ده او دا هڅې روانې دي چې دغه جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.

افغانستان د جنګ د پایته رسولو  ترڅنګ دا مسوولیت هم لري چې نوی افغانستان نړۍ ته ور وپېژني، تر څو سیمه او نړۍ نوی افغانستان او د هغه فرصتونه درک کړي او خپل ځانونه ورسره همغسې سم عیار کړيتر هغو چې نوی افغانستان درک نشي، نو د سیمې، په ځانګړي ډول د ایران، پاکستان ، روسسیې او چین چلند به د افغانستان پر وړاندې بدلون ونه مومي