ښاغلي محب اتلولي وکړه
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: ايمل پياوړی
پر وطن، ملي ګټو او ملي ارزښتونو مړ، مړ نه دی. بلکې غازي او اتل دی چې د خلکو په زړونو کې به د تل لپاره ځای او درناوی ولري. ښاغلي حمدالله محب، ځکه اتلواله وکړه چې په ډېر جرئت او وضاحت یې د افغان سولې روان بهیر له دې امله نقد کړ، چې ښاغلی خلیلزاد په کې په لوی لاس د حکومت د منزوي ساتلو هڅه کوي چې دا حالت نه د افغانستان خلکو او نه هم حکومت ته د منلو وړ دی. د ښاغلي محب جرئت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځان لپاره سپکاوی وګاڼه او غبرګون یې وښود.
په کور دننه ځینو مغرضو، مریضو او پردیپالو افرادو او اشخاصو د امریکا متحدو ایالتونو غبرګون بدرګه کړ او له دې امله یې پر ښاغلي محب بې اساسه او توندې نیوکې وکړې. د دوی دا چلند نهایت عقده یي وو، مګر په مجموع کې ولس د ښاغلي محب تود هرکلی وکړ او د هغه دا ګام او اقدام یې ځکه وستایه چې افغانان د امریکا په ګډون هیچاته پر افغان سوله د معاملې اجازه نه ورکوي.
امریکا متحده ایالات له افغانستان سره ستراتیژیکه ملګرتیا لري او له افغانستان سره یې بېلابېلو تړونونه لاسلیک کړي دي. نو ښایي چې دوی د افغانستان استقلال، قانون او د دواړو هیوادونو مناسباتو او لاسلیک شویو قوانینو او تړونو ته درناوی ولري.
د افغانستان اساسي قانون واضح او صریح حکم کوي چې د افغان سولې په اړه د هر ډول تصمیم نیول د افغان حکومت صلاحیت دی، نو ښاغلی خلیلزاد په کوم صلاحیت له وسله والو طالبانو او پاکستان سره د تړلو دروازو تر شا د افغان سولې په اړه معامله کولی شي؟
سوله نه یوازې د افغانانو لویه هیله او د دوی ملي ارزښت دی، بلکې د ټولو افغانانو ژوند ور پورې تړلی دی، نو له دې امله ښایي د دی دغه حق او ارزښت ته درناوی وشي، افغانان د سولې ، ملي ارزښتونو او ملي ګټو پر وړاندې د هیچا پروا هم نه لري او که په دې برخه کې د چا په غرضي چلند پوه شي، نو د مخنیوي په خاطر به یې پر وړاندې توند غبرګون وښیي.
امریکا به زوروره وي، امریکا به پرمختللې وي. امریکا به نړیوال زبرځواک وي، خو د دې ټولو باوجود افغانان ورته هیڅ وخت هم د دې صلاحیت نه ورکوي چې د افغانانو پرځای دې دوی د سولې د تصمیم واګې په لاس کې واخلي. امریکا که رښتیا کوي، نو د افغانستان د نړیوال ستراتیژیک ملګري په توګه دې یوازې د سولې زمینه برابره کړي. د سولې مذاکرات دې نه ترسره کوي، ځکه د مذاکراتو ترسره کول د افغان حکومت صلاحیت دی.
ښاغلي محب چې د خلیلزاد پر وړاندې کوم غبرګون وښود، نو مناسب غبرګون و، ځکه چې د خلیلزاد ناسم نیت او کږې ارادې نورې د زغم وړ نه دي. یو ځل یې افغان حکومت د مذاکراتو پلاوی ابوظبۍ ته ور وغوښت او په ټینګار یې ورته وویل چې طالبان به ورسره حتماً مذاکرات وکړي، مګر کله چې پلاوی ابوظبۍ ته ورسېد، نو طالبان له افغان پلاوي سره له مذاکراتو انکار وکړ. دا د ښاغلي خلیلزاد له لوري د افغان حکومت د کمزوري کولو او منزوي کولو لپاره له وړاندې برابره شوې سناریو وه. بله دا چې خلیلزاد د مذاکراتو اصلي بهیر له حکومت پټ ساتي، نو له دې امله د همدغسې اعتراض او غبرګون اړتیا وه، لکه ښاغلي محب چې وښود