کور / سياسي / حنیف ”علَم‌دار“ او وسله وال یې

حنیف ”علَم‌دار“ او وسله وال یې

ژباړه: عبداللطيف ياد

دویمه برخه

دا وضعیت اوس د دې لامل شوی چې موږ د اتمر د اصلي او نمایشي شخصیت ترمنځ په شک او تردید کې اوسو. اوس نه پوهېږو چې حنیف اتمر ته د یو سیاستوال په سترګه وګور او یا د یو وسله وال بانډ د مشر . د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند په توګه ورسره چلند وکړو  یا د یوې وسله والې ډلې د مشر په توګه؟ د یو ملکي بروکرات په توګه ورسره چلند وکړ او یا د یوې غیر مسوولې وسله والې ډلې د قومندان؟

بېشکه چې اتمر او ملاتړي یې له دې انکار کوي، خو هغه ویډیو چې دوی خپره کړې ده، له دې مه واره بل پیغام نه لري.

د ښاغلي غني د ټاکنیز ټکټ مرستیال امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه کې دې ویډیو ته په غبرګون کې لیکي: ” فرض کړئ چې ښاغلی اتمر په اوسني دولت کې د ملي امنیت سلاکار وای او د ښاغلي عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو برید شوی وای، هغه مهال به د دغو ښاغلو د اعلامیو منځپانګه څه وړ وای؟ پر دغه کوچنۍ غوښنه ژبه تسلط لرل ځینې مهال پر هر څه له کنټرول لرلو غوره ده. په افغانستان کې له غوره بدلون او تحول څخه یو هم د خلکو ښه قضاوت دی. خلک د خبرو، حرکتونو او راڅرګندېدو عمیق قضاوت لري. “

د حلیمه رضایي په نوم یوې بلې ټویټر چلوونکې د عبدالعلي مزاري پر مراسمو برید د روښنایي غورځنګ پر ځوانانو برید ته نږدې بللی او ښاغلي اتمر ته یې د روښنایي غورځنګ د ځوانانو د قبرونو د عکس په خپرولو سره لیکلي: ”له موږ مه غواړه چې سکوت وکړو کله چې نشو کولی هېر یې کړو. دا تقارن د حنیف اتمر لاسته راوړنه ده. نه؟!“

زه هم فکر کوم چې ښاغلی اتمر په اطلاع رسولو کې د دغومره لوی تېروتنې او ناسنجول شوي کار پرځای باید حداقل د افغانستان له خلکو او د هیواد له امنیتي ځواکونو بښنه وغواړي. د هغه ترڅنګ ښه ده چې ښاغلی اتمر د دغه ډول نندارو پرځای چې له بې نظمۍ مه واره بل پیغام نه لري له دې وروسته په عامه اذهانو کې د یو مسوول سیاسي تیم په توګه څرګند شي. قانونمنده ټولنه مسوول سیاستوال ته اړتیا لري. څوک چې غیر مسوولانه سیاست کوي، اوبه د دښمن ژرندې ته ورتویېږي او بې نظمي او له قانون څخه تېښته زیاتېږي.

له بل لوري په هغو شرایطو کې چې موږ له طالبانو سره مستقیمو مذاکراتو ته د چمتو کېدو په حال کې یوو او د سولې د تامین لپاره د خلکو هیلې زیاتې شوې دي، داسې راڅرګندېدل د دې په مانا دي چې د ښاغلي اتمر ټیم له مذاکرې او سولې سره مخالف دی. دلته غواړم وپوښتم چې ایا دا په دې مانا ده چې ښاغلی اتمر د بلک واټمر امنیتي خصوصي شرکت مخکېني رئیس اریک پرنس سره هوکړې ته رسېدلی چې د دې شرکت د مزدورو عسکرو په راوړلو سره د جنګ او وژنو لمن پراخه کړي؟

که د دې پوښتڼې ځواب مثبت وي چې هیله ده نه وي، د جنګ پر ادامې پانګونه د هغوی لپاره چې د ښاغلي اتمر په ټیم کې د روښنفکرۍ او روڼ اندۍ ادعا لري له شرمه ډک دی . هغوی باید د جنګ د ادامې په قېمت د پانګونې په موخه د سیاست او مسوولانه سیاست ترمنځ تفکیک وکړي او خپل کتار جلا کړي. کنه له دې مه واره به د بدچلندۍ او بې نظمۍ د ترویج شریک وي