کور / راپور / د سولي ږغ باید هر کور ته ورسېږي

د سولي ږغ باید هر کور ته ورسېږي

 د سولي ولسي حرکت-PPM غړو پرون د دوشنبې په ورځ په شپاړلسو ښوونیزو مرکزونو کي زرګونو زده کوونکو او زده کړیالانو ته د سولي پر ارزښت خبري وکړې.

د PPM درو ټېمونو په یوه پوهنتون، څلورو انستیوتونو،  پنځو لېسو او شپږو نورو خصوصوي ښوونیزو مرکزونو کي د سولي امن اړوند خبري وکړې.

له هغوی څخه وغوښتل سول چي باید نور سکوت مات کړي او ځانونه د دې هیواد مالکان وګڼي.

ټولو زده کوونکو ژمنه وکړه چي تر دې وروسته به د امن او سولي پاره کار کوي.

 #ننګرهارحمل4دامنغون‌‌‌‌‌‌ډه

 #NangarharPeaceLongMarch #4Hamal

#PPM