کور / تازه خبرونه / د څرک مدني او کولتوري ټولنې احتجاج ليک

د څرک مدني او کولتوري ټولنې احتجاج ليک

په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي نعيم فراهي  له اريانا ټلويزيوني شبکې سره چې لوى پښتون قوم او قبايلو ته کومې سپکې خبرې کړې دا کومه نوې خبر نه ده. ښاغلى فراهي که څه هم د فراه ولايت د غيرتمنو خلکو استازى دى، خو د هغه تېر سياسي شاليد ته چې ګورو نو نوموړى مطلق يو جاسوس او د پرديو مزدور دى. نوموړى خپلې شخصي ګټې تر ملي ګټو اوچتې بولي او د خپلو ګټو لپاره کله د يو چا او کله د بل چا په غېږ کې پروت وي.
نوموړى دا مهال د شمال ټلوالې د نوي نوم (متحدې ملي؟!! جبهې ) غړى دى او په دا نوې لوبه کې د تېر په څېر بيا هم غواړي پښتانه وځپي.
څرک مدني او کولتوري ټولنه له دغه ښاغلي؟!!! څخه په ټينګه غوښتنه کوي چې له ټول لوى پښتون قوم څخه بښنه وغواړي او په راتلونکي کې خپلو بادارانو ته کوم بل ډول غوړه مالي وکړي نه په پښتنو پسې سپکې سپورې.
                                                                     څرک مدني او کولتوري ټولنه- کابل