کور / تازه خبرونه / خوست:طالبانو يو ساختماني شرکت لرونکی وژلئ دئ

خوست:طالبانو يو ساختماني شرکت لرونکی وژلئ دئ

تيره ورځ په خوست کې طالبانو د ورک په نوم يو تن چې ساختماني شرکت لري وژلی دی


  د اسمعيل خيلو اومندوزيو ولسوال دولت خان قيومي رسينو ته ويلي چې ورک دلپوری تيره ورځ هغه مهال د وسله والو طالبانو لخوا ووژل شو چې د خپل کور په لور روان وو،اوهم له هغه سړک څخه ليدنه کوله چې د پخونې چارې يي د ده شرکت  پر غاړه وې


 قيومي وايي چې ورک دلپوري په دولت کې دنده نلره


 خو بل خوا طالبان وايي چې ورک يي ځکه وژلی ده چې په سيمه کې له ايتلاف ځواکونو سره اړيکې لری او د ايتلافي قواو ټول ساختماني کارونه د ده شرکت لخوا پرمخ وړل کيږي .