کور / تازه خبرونه / افغان دولت پيښور كښې درحمان بابا مزار جوړوي

افغان دولت پيښور كښې درحمان بابا مزار جوړوي

 


افغان دولت پيښور كښې درحمان بابا مزار جوړوي


پيښور


د افغانستان دولت په پام كښې لرى چې درحمان بابا قبر له سر جوړ كړى په اړه درحمان بابا دقبر دجوړيدو دكار دپرانستې په اړه غونډه وشوه ددغې قبر دپرانستې كار دصوبه سرحد دلوبو او كلتور وزير سيد عاقل شاه  او دپيښور په افغان قونصلګرۍ كښې دفرهنګى چارو مشر محمد ظاهر بابرى ديوې غونډې ته په ترڅ كښې پرانست په دې اړه رابلى شوې غونډه كښې درحمان ادبى جرګې مشر يوسف على دلسوز ، دافغانستان دفرهنګى چارو مشر محمد ظاهر بابرى دافغان فرهنګى ټولنې په استازى توب دټولنې مشر اسلام ګل شيرزاد، واحد الله خاكسار او د اړيكو مسئول محمد عارف همدرد دساپى دپښتو څيړنو او پراختيا دمركز مشر كتونكى عبدالروف قتيل خوږياڼې او يو شمير نورو ليكوالو شاعرانو ، ژورنالستان او د رحمان بابا مينه والو برخه اخيستې وه دغونډې په ترڅ كښې محمد ظاهر بابرى او سيد عاقل شاه درحمان بابا په مزار دګلونو ګيډۍ كيښوده او هر يو په خپل نوبت خبرې وكړى او رحمان بابا ته ئې دعقيدت پيرزونې وړاندې كړى وروسته محمد ظاهر بابرى دټولو راغلو ژورنالستانو، ليكوالو او شاعرانو څخه مننه وكړه درحمان ادبى جرګې مشر محمد يوسف دلسوز هم دافغانستان دحكومت څخه مننه وكړه چې ددې قبر دجوړيدو كار ئې پيل كړو په غونډه كښې دافغان قونصلګرۍ لومړى مرستيال مير محمد يوسف فراهت هم برخه اخيستې وه غونډې ته دصوبه سرحد دلوبو او كلتور وزير سيد عاقل اعلان وكړ چې زه به ورته په شخصى لګښت  ستر فانوس جوړ كړم اود صوبه سرحد دوزيراعلى او نورو چارواكو سره به درحمان بابا دزيارت او كمپليكس درغونې دپاره لازم پلانونه په پام كښې ونيول شى غونډې ته دافغان ادبى  ټولنې مشر اسلام ګل شيرزاد هم وينا وكړه او د افغان حكومت دغه اقدام ئې وستايل او وړانديز ئې وكړ چې ډير زر به درحمان بابا په ياد يوه  غونډه جوړه كړى .