ظاهربابرى : دادوياړ ځاې دى چې افغان دولت درحمان بابا مزارجوړوي

اسدالله زړه سواند | جولای 28th, 2008


پيښور


 دپيښور په افغان قونصلګرۍ كښې دفرهنګى چارو مشر محمد ظاهر بابرى وئيلى دى چې دافغانستان داطلاعاتو كلتور وزارت په پام كښې لرى چې دستر صوفى رحمان بابا قبر له سر ورغوى او داخبرې نوموړې درحمان بابا په زيارت كښې درحمان بابا دقبر دجوړيدو دپرانستې غونډې ته دوينا په وخت وكړى نوموړې زياته كړه چې په 1356 كښې دافغانستان دحكومت له خوا دپښتو ټولنې تر سيورى لاندې درحمان بابا قبر جوړ كړى وْ چې وروسته د بيا رغونى په ترڅ كښې ځينى نيمګړتياوى رامينځته شوى چې اوس دافغانستان داطلاعاتو كلتور وزارت سر له نن څخه ددغه قبر دجوړيدو كار پيل كوى نوموړې وويل چې مونږ دا دماربلو يو كمپنۍ ته په قرار داد وركړى چې دنړۍ ستر او اعلى ماربل په كښې وكاروى او په يو مياشت كښې به دغه قبر جوړ كړى شى محمد ظاهر بابرى وروسته خبريالانو ته په دې اړه معلومات وركړل او وويل چې دافغانستان حكومت چې اوس دخلكو په بشپړ ملاتړ كار كوى دكلتورى چارو درغونې دپاره ئې هلې ځلې پيل كړى چې درحمان بابا دقبر دجوړيدل ئې ستره بيلګه ده محمد ظاهرى زياته كړه چې دا دوياړ ځائې دى چې افغان حكومت ددې زمينه برابره كړه چې نن دپښتو ژبې دستر صوفى رحمان بابا قبر جوړوى .

Copyright Larawbar 2007-2024