کور / خبرتیا او پيغامونه / د څارنوال صديقي صاحب په وير هم ويرمن شوو

د څارنوال صديقي صاحب په وير هم ويرمن شوو

اکسفورډ، 28-7-08


داسې برېښي چې د ارواښاد صديقي صاحب له مړينې سره، خدای مکړه، د نظراباد د صديقو قاضيانو پښتلړۍ نوره مخ پر بلېښېدو ده. هسې خو بې له هغې هم په اوسني بلواک دولت او بيا عدلي- قضايي اډانه کې داسې رښتينو او پاک نفسو ته اړتيا لاڅه چې د پښې اېښودو ځای هومره پاتې نه دی، ان تردې چې اوسنيو چارواکو د سره رود د بر سر جهادي  انډيوال ((ثابت)) هم د پاکنفسۍ په ګناه و نه شو زغملای!


که جوهر صديقي ورته په هماغه ځوان ځوانۍ کې ور پرې اېښې وه، نو څارنوال صاحب ته هم د يېنې اوږده او دردوونکې ناروغتيا په هرډول، خو  همدا مړينه د پت وعزت پرده شوه. ده که څه هم خپله مشره لور صفيه جانه هم حقوق پوهه وروزله، خو چې دې هم وليدل، په يوه بې قانونه او بې حقوقه دولت کې د حق او حقوقو خبرې کوم ځای نه نيسي، نو دشعرو ادب لاره روده يې غوره او غنيمت و ګڼله او د خپلو هېوادوالو د رښتو د ښه ترا پرځای کولو لپاره يې د ننګرهار د لومړنۍ ښځمنې په توګه د ولسي جرګې امرلې(منتخبه) استازي تر لاسه کړه.


زه يې ورسره د شعروشاعرۍ د يوه هڅوونکي او کورني دوست په توګه د ارواښاد پلار په وير کې له نورو خواخوږو  سره يوځای ځان شريکوم او د همدې مېړنۍ او فرهنګيالۍ لور او د دې د مور بي بي، مشر ورور عبدالهادي صديقي او کشر فيصل صديقي، خويندو او منلي تره عبدالمالک جوهر صديقي، نورو کورنيو غړيو او دوستانو ته د زړه له ژورو خواشينۍ او خواخوږۍ وړاندې څرګندوم، ټولو ويرژليو ته يې زغم او اجر غواړم او هغه خدای بښلي ته جنتونه!


 اروايې ښاده او ياد يې تلپاتې!