اوسمهال او ځوانان؛

Aziz Rahman Hazim | مارچ 19th, 2019


لیکنه: نقیب الرحمن عمري

ځوانان د ټولنې هغه ځواکمن قشر دی، چې هر وخت یې پر مټ ګڼې ټولنې د پرمختګ لوړو پوړونو ته رسېدلې دي. له همدې وجې په نړۍ کې د قوت، شور او بدلون په نومونو پېژندل کیږي. دا حقیقت دی چې ډېری هېوادونه د خپلې پانګې زیاته برخه پر ځوانانو لګوي، تر څو د روښانه راتلونکي له پاره ورته متوجې مسولیت له خپلو فکري او سیاسي وړتیاوو په ګټنې ښه ادا کړي.

 افغانستان ښایي په نړۍ کې لومړی هېواد وي، چې په خپل تېر پېښلیک کې یې ډېرې خپلمنځي جګړې تجربه کړې وي، افغانانو هر وخت حاکم نظامونه د جنګ جګړې له لارې یا پرځولي او یا یې د پرځولو هڅه کړې، دا حقیقت باید د یوه اصل په بڼه ومنل شي، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د نړیوالو یرغلګرو په وړاندې کلکه او سپېڅلې مبارزه کړې او د نړۍ لوی ابر قدرتونه یې په ګونډو کړي، اما په خپلو لاسونو جوړ حکومتونه هم له منځه وړي او دغه ترخې تجربې یې په وار وار تکرار کړې دي.

 دا هم باید په پام کې ولرو که ځوانان د یوې ټولنې د پرمختګ محرکه او ځواکمنه قوه ده نو له بلې خوا همدغه قوه د یو هیواد د ورانۍ او ړنګونې لامل هم کیدلی شي، چې موږ یې له پخوا ښه مثالونه لرو. په داخلي جګړو کې زموږ ځوانانو تر بل هر قشره زیاتې قربانۍ ورکړې، دغه جګړې لامل شوې چې یوه لویه کتله ځوانان په ټوله کې افغانان له زده کړو، تمدن او نورې نړۍ څو پېړۍ شاته پاتې شي. د افغانستان تېر پېښلیک ته په کتو  اوسمهال سواد زده کړه نسبتآ عامه او ټول شموله شوې او دغه کچه په تدریجي بڼه د لوړېدو په درشل کې ده. زده کړه د دې لامل شوه، چې ځوانان مو له تېر په توپیر د ټوپک پر ځای قلم ته لومړیتوب ورکړي او په سړو مغزو یوې موضوع ته حللاره ولټوي، دا چې د زده کړو، ټکنالوژۍ او پرمختګ په ابتدایي مرحلو کې یو دغه لوستي ځوانان مو د ګوتو په شمېر دي.

نن مو په هېواد کې دوو حاکمیتونو؛ جنګ او ملک الطوایفۍ له ځوانانو فردي خپلواکي تروړلې ده، جنګ جګړه رانه هره ورځ قربانۍ اخلي او خانخېلي سبب شوې، چې یوه لویه کتله ځوانان مو د یوې نسبتآ حاکمې ډلې له لوري ګروګان ونیول شي.

نسبتآ حاکمه ډله څوک ده؟ دا قومي ټیکه داران دي، د قوم په نوم او د قانون پر بنسټ وزیر، معاون، قوماندان، والي او رییس مقرریږي اما قانون نه مني، په چوکۍ سر ورکوي،  موقف میراثي او قانونیت بابېزه او د ځان سپکاوی ګني. دغه ډله د ځوانانو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي، نه پرېږدي ځوانان د سیاسي پرېکړو ځواک ومومي، د قومي، سمتي او ژبنیو مسایلو په ډېر کوچني جال کې یې ګیر ساتي، تر څو د پېړیو له پاره یې فکري غلامان وروزي.

اوسمهال د بل هر وخت په پرتله ځیرتیا او لازم دقت ډېر شوی. مل، غل سلامت او ملامت هر څوک ښه پېژني، پوهیږي چې پلانۍ د قوم او خېل په ګټنه او هغه بل تش کدو دی. سوال دادی چې په دې ټولو مسایلو پوهيږو؛ بیا ستونزه چېرته ده چې په یوویشتمه پېړۍ کې مو ډېری ځوانان فکري، مذهبي او حتي اخلاقي ثبات نه لري. دا معمول دی چې له یو چا د قوم او سیمې په نوم شعورآ فکري او اخلاقي ثبات واخیستل شي، د سیاسي جرآت او فردي خپلواکۍ تر څنګ د ملیتوب انګېزه هم بایلي، وروسته د کوچنیو قومي او سیمه ایزو موضوعاتو ښکار او د ټولنې پر اوږو پېټی شي، د وخت سیاست پیشه او قومي ټیکه دار یې وخت ناوخت د شخصي ګټو د تامین په موخه له سپېڅلو احساساتو ګټه اخلي.

حللاره څه ده؟

په رښتیا که ځوانان وغواړي ځانونه د ټولنې ځواکمن او محرک قشر ثابت کړي، د فردي خپلواکۍ تر څنګ باید فکري او عقیدوي ثبات ولري، د ځان له پاره انسانیت، اسلامي عقیده او  ملي ارزښتونه سرې کرښې وټاکي او چاته اجازه ورنه کړي، چې ترې واوړي.

افغان ځوانان باید نه یوازې دا چې سیاسي ټیکه دارانو ته د ارزښت په سترګه ونه ګوري؛ بلکې دوی په هېواد کې د روانې غمیزې مسولین وپېژني، ځکه د افغانستان په روانه کشاله کې اوس هم دوی ځانونه اتلان او د دې ملک وارثین ګڼي.

اړینه ده ځوانان د سیاسي ټیکه دارانو له دریځونو او موضوع ګیریو پرته د قانون، ژمنتیا او ارزښتونو په پام کې نیولو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه پرېکړې وکړي، تر څو باوري شي، چې خبره یې پخه ده، د پرېکړو ځواک لري او د پوهې او وړتیا پر بنسټ معاصر سیاست کولای شي.

افغانستان اوسمهال تر بل هر وخته ډېر له حساس پړاوه د تېرېدو په حال کې دی، نسبتآ لږ پرمختګ یې سیمه نه شي هضمولای، له بېلابېلو لارو او امکاناتو په ګټنې یې د پرمختګ او ثبات د مخنیوي هڅه کوي، نه پرېږدي پر ځان بسیا افغانستان جوړ شي.  هغوی چې د شخصي ګټو په وجه له مور (وطن) سره خیانت  کوي، دوی د سیمې د جاسوسۍ اصلي ځالې دي او د دغه ماموریت په اجرا کولو مجبور دي.کله چې په  ایران کې اسلامي انقلاب بریالی شو؛ نو دوی د ځوانانو پر مټ لومړی د جاسوسۍ ځالې تسخیر کړې، دغه استخباراتي ځالې ډېری په سفارتونو کې وې او د پروژو په بڼه بانفوذه اشخاصو پر مخ وړلې، دغه انقلاب همدغه تسخیر د خپل برم لامل ګڼي. دلته پیغام دادی چې ځوان قشر باید د صداقت او ژمنتیا پر اساس هغه لاسونه چې د شومو موخو له پاره اوږده شوي وي، مات کړي.

له روان حالته بشپړ پوهاوی باید ځوانان خپل مجبوریت وګڼي، د قومي ټیکه دارانو د چوپړتیاوو هسې نارې، دروغ تلقي کړي. په وړاندې یې راپورته شي او د تېرو کلونو حساب کتاب ترې وغواړي.

اړینه ده چې ځوانان اوسمهال د اشخاصو پر ځای د نظام او په نظام کې د شته ارزښتونو دایمي ملاتړ وکړي، ځکه دوښمن او ملګري یې د نظام په وړاندې دا ډول اندک فرصت ته په تمه دي.

 تاریخونو ښودلې چې په نړۍ کې لوی انقلابونه او بدلونه د ځوانانو پر مټ راغلي او بریالي شوي، عربي نړۍ او ځینې اروپایي هېوادونه یې ښې بېلګې دي، افغان ځوانان هم باید د بدلون په لور چټک او استوار ګامونه اوچت کړي، د سولیدلي او تېروخته سیاست پر ځای مډرن سیاست وکړي او یوازې قانون د پرمختګ او عدالت معیار ومني؛ نه خپلسري او لنډغري.

ولې په نامه قومي ټیکه داران ناکام دي؟

ځکه دوی هغه وخت له ملته مرسته غواړي او غږ ورباندې کوي، چې شخصي ګټې یې په خطر کې شي او په دې برخه کې  ترې ډېری وخت مالي او ځاني قربانۍ هم اخلي. وخت ددې فیصله کوي، چې نور باید خانخېلي او ملوک الطوافي ختمه شي، د وخت دا ډول پرېکړې باید د ځوانانو په وړتیا او مبارزه ومنل شي.‏‎

Copyright Larawbar 2007-2024