کور / سياسي / موږ وارداتي نه، بلکې واقعي سوله غواړو

موږ وارداتي نه، بلکې واقعي سوله غواړو

ليکنه:مطیع الله سحر

طالبانو او امریکايي چارواکو دا منلې چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې به افغانستان د تل پاتې او با ثباته  سولې شاهد واوسي، دواړو خواو د افغان سولې په تړاو خپلې هڅې زیاتې ګړندۍ کړي دي. او غواړي چې سوله راولي او نړیوالو ته دا ثابته کړي چې  طالبان اوس جنګ نه، بلکې سوله او ارامي غواړي، مګر تر هغو پورې چې افغان حکومت د سولې بهیر ته ورګډ نشي او په مذاکراتو کې مخامخ برخه ونه لري، نو نه به سوله راشي، نه به دغسې سوله د افغانستان په خیر وي او نه به هم د افغانانو لپاره د منلو وړ وي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې همېشنیو هڅو رنګ راوړی او په دې برخه کې زیات پرمختګ شوی دی او له همدې امله افغانان سل په سل کې باوري دي چې سوله راځي افغانان اوس تر پخوا زیات هوښیار شوي دي، خو دوی همغه سوله غواړي چې ولسمشر غني یې یادونه کوي. باعزته او تلپاتې سوله. ولسمشر غني د همدغسې سولې په هڅه کې دی او د دغه ډول سولې لپاره یې لار نقشه، پلان او برنامه ترتیب کړي دي.

سوله د افغانانونو ځنډنۍ، همېشنۍ او یوازینۍ غوښتنه ده. د افغانستان او سیمې هیوادونو لپاره تر ټولو ډېره اړینه سوله ده، سوله چې په هر قېمت سره کېږي باید وشي، خو داسې سوله چې د افغانانو عزت، ناموس ، سر، مال او ملي ګټې په کې خوندي وي. د سولې په راتګ او نه راتګ کې پاکستان، امریکا او روسیه مثبت او منفي رول لري. مثبت رول یې دادی چې که دوی صادقانه همکاري وغواړي نو سوله ژر راتلی شي او منفي رول یې دادی چې طالبان د سولې پرځای جنګ ته لمسوي او افغانان ورباندې وژني.

افغانستان چې اوس د سیمې د همکاریو په مرکز بدل شوی دی، نو دغه ستراتیژیک موقعیت ته په کتو یې سوله او ثبات د سیمې او ګاونډیو هیوادونو پر امنیت او ثبات مستقیم اغېز لري. که افغانستان امن وي او جنګ نه وي، نو دغه امنیت او ثبات د سیمې هیوادونو په همکاریو، وده، سوداګرۍ، زیربنا او نورو برخو کې مثبت اغېز لرلی شي.  

طالبان هم غواړي چې سوله وکړي، خو دوی لا هم د پردیو په ولکه کې دي. یا یې سولې ته نه پرېږدي او یا یې هم د امتیاز په بدل کې پرېږدي، مګر دغه ډول امتیازي سوله د افغانستان په ګټه نه ده، نو د حکومت ټینګار هم همدادی چې وسله وال طالبان دې نه د نورو استازیتوب کوي او نه دې هم نور خپل استازیتوب ته پرېږدي، دوی که سوله کوي، نو هر څه دې په خپله ولکه کې واخلي.

حکومت او افغانان داسې سوله غواړي چې د بل بحران ایجاد ته زمینه برابره نه کړي. بلکې داسې سوله باید وي چې تېر په هېر وګڼل شي. وسلې په ځمکه کېښودل شي. ټول هیوادوال په ګډه د هیواد د ابادۍ لپاره مټې رابډوهي. د قوې او وسلې مشروع استعمال یوازې او یوازې په دولت پورې او خصوصاً په امنیتي او دفاعي ځواکونو پورې منحصر شي او له هغوی مه واره بل څوک په چا وسله پورته نه کړي