کور / سياسي / له سولې څوک او ولې وېرېږي؟

له سولې څوک او ولې وېرېږي؟

ليکنه: ګل رحمن رحماني

کله چی د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزی تر منځ په دوحه کې د افغان جګړې د پای ته رسېدو لپاره هلې ځلې ډېرې شوې، نو ځینو هیوادونو او په افغانستان کی پردیپالو اشخاصو هلی ځلی شروع کړې تر څو په افغانستان کی د سولی خبری له ناکامی سره مخامخ کړي .

په افغانستان کې ځینې اشخاص چې ګټې یې په جنګ او ناامنۍ کې خوندي دي قصدآ نه غواړی دلته سوله راشي ځکه که دلته سوله راغله خپلې نامشروع ګټې له لاسه ورکوي، له دوی سره د تېرو کړنو او جنایتونو حساب او کتاب کېږي چی ښی بیلګی یی موږ هغه اشخاص ښودلی شو چی په مسکو کی له طالبانو سره د افغانانو د نماینده ګانو په نوم کیناستل خو د دوی اصلي هدف د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو د لړی ثبوتاژ کول او له طالبانو سره د خپل کمپاین تر څنګ ځینې پټې معاملې وې ځکه په دغه اشخاصو کی ځینی هغه نوماندان وو چی راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یی ځانونه نوماند کړي چی په دغه پلان کی هم ناکامه شول .

ډیری مافیایي کړۍ هم نه غواړي چې په افغانستان کی تل پاتې سوله راشی ځکه که په افغانستان کی سوله راغله نو د دوی قاچاق، ورانکارۍ او نور جنایتونهه به په ټپه ودریږی دوی له همدی امله جګړه توده ساتي کله د طالب او کله د حکومت په نوم اشخاص وژني او ښارونو کې یې ګډوډي شروع کړې چې په ترڅ کې یې دوی خپله ګټه ترسره کوي .

له بل لوری په افغانستان کی ځینی اشخاص داسی سوله غواړی چی د دوی ګټی پکی خوندی وی چی ښه بیلګه یی موږ پخوانی مجاهدین یادولی شو ځکه دوی تیره ورځ د مارشال فهیم د مړینی د تلین د ورځی په مناسبت وویل چی باید د سولی خبرو کی د مجاهدینو ځای معلوم وی .

په دا وروستیو کی له ځینو میرمنو سره یو ډول شکونه د دې خبری له امله پیدا شول چی په قطر هیواد کی د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سلیم شاهین رسنیو سره په خبرو کی ویلی وو موږ ښځو ته حقوق د اسلام له نظره ورکوو .افغان میرمنو سره دا ویره ده که سوله راشي نوموږ په مختلفو برخو کی پیشرفت او ترقي کړې ایا موږ ته به طالبان اجازه راکړي چې خپلو دندو ته ادامه ورکړو ؟

ځینو افغان میرمنو چی په سختو حالاتو کی یی تر ماسټری او په مختلفو برخو کی د دوکتورا زده کړې کړي دوی وېره لري چی د طالبانو په دوران کی موږ له نورو اسانتیاوو څخه برخمن نه وو خو موږ یی زده کړو ته هم نه پریښودو ، موږ دا ډول سوله غواړو چی زموږ له ۱۷ کلنی لاسته راوړنو پر سر معامله ونه شی .

خو که د ښځو پر وړاندی افکارو او ذهنتونو ته وګورو نو د طالبانو ذهنتونو تغیر کړی ځکه هغه طالبان چی د میرمنو د حقوقو مخالف ول هغوی له صحنی څخه ایستل شوی او یا یی هم د دوی ذهنونو او افکارو تغیر کړی . له سولې یوازې هغوی وېره لري چې خپلې ګټې یې په جنګ کې خوندي دي